د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: نیواډا کې د دموکراتانو بري د چین د جمهور رئیس سره په خبرو کې زما دریځ قوي کړ


ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن دوشنبه نومبر ۱۴ (لړم۲۳) د چین د جمهور رئیس شې ژنپنګ سره وګوري.

ښاغلي بایډن د نیواډا په ایالت کې د دموکراتې سناتورې کترین کورټیز ماسټو د بیا انتخاب کیدو په هکله د امریکا غږ یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې دې بري یې د ښاغلي شي سره په خبرو کې دریځ قوي کړ.

جمهور رئیس بایډن په کمبودیا کې پدې هکله وویل، "پوهیږم چې زه یې قوي کړم خو اړتیا مې نه درلوده."

د متحده ایالاتو جمهور رئیس دا اوونۍ د کمبودیا پایتخت پنوم پن ته تللی و چې د جنوبي آسیا د هیوادونو د اتحادیې او ختیځې آسیا د هیوادونو د مشرانو په غونډې کې برخه واخلي.

ښاغلي بایډن ومنله چې د چین د کمونیست ګوند د عمومي منشي په توګه د شې ژنپنګ بیا ټاکل کیدل او دا چې په کمسارې توګه د دریمې دورې لپاره د چین مشر ټاکل شوی، دا ځل به خبرې هم جدي وي.

هغه زیاته کړه، " که ښکاره وویل شي د هغه (چین د جمهور رئیس) لپاره شرایط بدل شوي."

دا د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا چې جو بایډن د متحده ایالاتو جمهور رئیس ټاکل شوی لومړی ځل دی چې د چین د جمهور رئیس سره مخامخ ګوري. بایډن او شي به د اندونیزیا د بالي په ټاپو کې د جی-۲۰ هیوادنو د مشرانو د غونډې په ترڅ کې په یوې جلا غونډې کې وګوري.

بیجنګ او واشنګټن د تایوان په ګډون د جنوبي چین په سمندر کې د کښتیو د تګ راتګ په آزادۍ، د سوداګرۍ اړوند موضوعاتو او پرمختللو ټکنالوژیو پر سره اختلافات لري.

د متحده ایالاتو حکومت تیره میاشت چین ته د ټکنالوژۍ د صادراتو د کنټرو لپاره یو لړ پراخ اقدامات وکړل چې د ځینو وړو چپونو کمول هم پکې شامل دي چې په نورې نړۍ کې د متحده د امریکا په وسایلو جوړیږي.

د جو بایډن حکومت د دې نویو قوانینو له لارې غواړي چې د ټکنالوژۍ او نظامي برخو کې د چین د پرمختګ مخه ډب کاندي.

د امریکا حکومت د روان میلادي کال کې په سر کې هم د یو شمیر غټو امریکایي شرکتونو څخه چې وسایل جوړوي، په یو لیک کې غوښتي و چې هغو چینایي شرکتونو ته دې صادرات بند کړي چې یوازې په چین کې دي او پرمختللي چپونه جوړوي.

د امریکا د حکومت نوي قوانین سر د اوسه د اعتبار وړ دي او د ۱۹۹۰ لسیزې راپدیخوا چین ته د ټکنالوژۍ د صادراتو په برخې کې د متحده ایالاتو په پالیسۍ کې تر ټولو ستر بدلون دی.

د بایډن د حکومت جګپوړو چارواکو د نویو اقداماتو د اعلان پر وخت خبریالانو ته ویلي چې تر ډیره د دې نویو اقداماتو هدف دا دی چې بهرني شرکتونه پرې نښودل شي پرمختللي چپونه په چین وپلوري او یا چینایي شرکتونو ته داسې وسایل ورکړي چې هغوي پرې وکړی شي پرمختللي چپونه جوړ کاندي.

امریکایي چارواکو ویلي چې د متحدینو سره پدې هکله خبرې رواني دي خو تر اوسه یې د هغوي څخه داسې کومه ژمنه نده تر لاسه کړي چې آیا د متحده ایالاتو غوښتنه به ومني که نه.

د امریکا د حکومت یو چارواکي وویل پدې پوهیږي چې که نور هیوادونه د متحده ایالاتو سره لاس یو نکړي، هغه کنټرول چې یوازې د امریکا لخوا اچول کیږي، د وخت په تیریدو سره بې ارزښته کیږي او دا خطر هم پکې شته چې که بهرني سیالان عین شان کنټرول عملي نکړي، د ټکنالوژۍ په برخې کې د امریکا رهبرۍ ته زیان رسیږي.

XS
SM
MD
LG