د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په ټولشموله حکومت او بشري حقونو په درناوي د امریکا او ناورې ټینګار


د متحده ایالاتو او ناورې چارواکو د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۷ (سلواغې۷) د ناورې د اسلو په ښار کې د افغانستان په هکله د غونډې د نتایجو په هکله ګډه اعلامیه خپره کړې.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي او د فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې او بریتانیې استازو د همدې روانې جنوري میاشتې په ۲۴مې په اسلو کې د طالبانو د استازو او مدني ټولنې د غړیو سره د افغانستان په وضعیت وغږیدل.

په اسلو کې د درې وځنۍ غونډه او ورپسې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شوار د چارشنبې غوڼده پداسې حال کې جوړیږي چې په افغانستان کې پدې تیرو پنځو میاشتو کې چې طالبان واک ته رسیدلي، پدې هیواد کې بشري او اقتصادي مخ په خرابیدو دی او د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس د افغانستان د ولس څه باندې نیمایي برخه د لوږې سره مخ دی.

په ګډې اعلامیې کې راغلي چې د اسلو په غونډې کې په افغانستان کې بشري ناورین ته په سملاسي توګه په رسیدګۍ او په ټول هیواد کې د افغان ولس د کړاونو په کمولو ټینګار وشو.

د غونډې ګډونوالو د هغو اقداماتو یادونه وکړه چې د بشري مرستو نارینه او ښځینه کار کوونکو ته د کار د آسانه کیدو په برخې کې اخیستل شوي خو تر څنګ پدې برخې کې په ځینو خنډونو اندیښنه هم وښوده. ګډون والو د بشري مرستو د رسولو په مخکې په عاجله توګه د ټولو شرایطو او خنډونو د لیرې کولو په اهمیت ټنیګار وکړ.

په اعلامیې کې همدارنګه راغلي چې ټولو هیوادونو د بشري حقونو د دروناوي په اهمیت او ټولشموله نظام په جوړیدو ټینګار وکړ. هغوي دا اقدامات په افغانستان کې د ثبات او سوله ایزې راتلونکي لپاره مهم وبلل.

د غونډې ګډون والو د طالبانو څخه وغوښتل چې د بشري حقونو د اندیښنې وړ سرغړاونو مخنیوی دې وکړي چې خپل سري نیونې ( د ښځینه فعالانو تازه نیونې)، جبرې غیب کیدنې، د مطبوعاتو ځپنې، د محکمې پرته د خلکو وژنې، د نجونو او میرمنو شکنجې او محدودیتونه هغه اندیښنې دې چې د اسلو د غونډې ګډون والو یې د طالبانو څخه د جدي اقداماتو غوښتنه وکړله.

ګډون والو همدرانګه وویل چې د میرمنو څخه دې د کار او د محرم پرته د سفر کولو حق نه اخیستل کیږي.

طالبانو په افغانستان کې واک ته تر رسیدو وروسته د ټولنې د نورو برخو په ګډون په ځانګړې توګه په میرمنو داسې محدودیتونه وضع کړي چې په افغانستان او نړۍ کې د اندیښنې وړ ګرځیدلي.

د افغانستان په ډیری سیمو کې لا هم د نجونو لپاره لیسې او متوسطه ښوونځي بند دي او میرمنې یوازې د پوهنې او روغتیا په سکتور کې د کار کولو حق لري.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جنوري په ۱۵مه د اې پي خبري اژانس سره په مرکې کې وویل چې هیله مند دي په نوي لمریز کال کې به په ټول هیواد کې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیستل شي.

د متحده ایالاتو او ناروې په ګدې اعلامیې کې د طالبانو د دې اقدام ستاینه شوې خو تر څنګ یې په عملي، بودجه اي او تخنیکي چمتوالي ټینګار شوی چې د طالابنو دا اقدام تطبیق شي.

د غونډې ګډون والو یو ځل بیا د طالبانو څخه غوښتي چې د ترهګرۍ او مخدره موادو د قاچاق سره د مبارزې لپاره دې پخپلو ژمنو ټینګ پاتې شي.

د نړۍ هیڅ یو هیواد او ادارې په افغانستان کې د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت ندی پیژندلی. آن دا چې پاکستان، متحده عربي امارات او سعودي عربستان چې د نړۍ یوازیني درې هیوادونه و چې د طالبانو پخوانی حکومت یې د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې په رسمیت پیژندلی و تر اوسه یې د طالبانو دا حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

ټولشموله حکومت، د میرمنو، نجونو او اقلیتونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی د نړيوالې ټولنې اساسي شرطونه دي چې له مخې به یې د طالبانو سره ګډ کار کیږي.

XS
SM
MD
LG