د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: افغانستان کې تر درملنې لاندې خوارځواکه ماشومانو شمېر ۹۰ سلنه زیات شوی


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د ۲۰۲۱ کال له جون څخه بیا د ۲۰۲۲ میلادي کال تر جون میاشتې پورې په خوراځواکۍ اخته تر درملنې لاندې ماشومانو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.

په افغانستان کې د یونیسف د خوارځواکۍ برخې مسؤلې میلاني ګالوین د سې شنبې په ورځ اګست نهمه (زمري ۱۸) ویلي چې د تیر کال جون میاشتې پورې په افغانستان کې په خوراځواکۍ اخته ۳۰زره ماشومان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

خو اغلې ګالوین زیاتوي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال تر جون میاشتې پورې دغه شمېر ۵۷زره ماشومانو ته رسېدلی دی.

نوموړې پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "دا د یوه کال په اوږدو کې ۹۰ سلنه زیاتوالی دی. یونیسف د خوړو او شیدو درملنې سره د مور د شیدو ملاتړ او د میندو لپاره د تغذیې زده کړې سره د دوی د ښه والي ملاتړ کوي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه، د یاد وزارت په وینا د ۲۰۲۲ میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله، په افغانستان کې د خوارځواکۍ شاوخوا ۲۰۰زره پېښې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، په دغه موده کې په ټول هیواد کې د خوارځواکۍ ۶۰زره شدیدي پېښې او ۱۴۰زره متوسطې پېښې ثبت شوي دي.

له بلې خوا یونیسف وايي چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې مرکزونه ۸۸ سلنه زیات شوي او د یاد مرکزونو شمېر له ۱۴۰۰ څخه ۲۶۰۰ ته لوړ شوی دی.

پر دې سربېره د یونیسف ۱۷۱ ګرځندویه روغتیايي ټېمونه په ټول افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنې لپاره خدمات وړاندې کوي.

یونیسف پر داسې مهال په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو زیاتوالي خبر ورکوي چې تیره ورځ د روغتیا نړیوال سازمان پخپل راپور کې په دغه هیواد کې د شري، د کانګو تبې او دیګني تبې ناروغیو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

یاد سازمان د سې شنبې په ورځ اګست نهمه (زمري ۱۸) ویلي که څه هم په افغانستان کې نسبت تیرو څو میاشتو ته د شري ناروغۍپېښو کې کموالی راغلی، خو اوس په ټولو ولایتونو کې ددې ناروغۍ د ثبتېدو په اړه راپورونه ورکول کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې په وروستیو اونیو کې، د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د «کانګو» ناروغۍ پېښو ثبتېدو راپور هم ورکړل شوی دی. په دغه راپور کې له یادې ناروغۍ څخه د مړو شوو کسانو دقیق شمېر نه دی ښودل شوی.

XS
SM
MD
LG