د لاس رسي وړ اتصالات

کولیبا: ۲۰زره بهرني جنګیالي د روسیې سره د جګړې لپاره اوکراین ته راغلي


د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې شاوخوا ۲۰ زره رضاکارو بهرنيو جنګیاليو اوکراین ته سفر کړی تر څو پدې هیواد کې د روسیې د پوځي یرغل پر ضد د اوکرایني ځواکونو تر څنګ وجنګیوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا، د سي ان ان خبري شبکې سره په مرکه کې وویل: "د هغوی شمیر اوس ۲۰زرو ته رسیدلی دی. اکثر یې د اروپایي هیوادونو څخه راغلي دي."

ښاغلي کولیبا پدې مرکه کې همداشان وویل: "په نړۍ کې اکثر خلک د روسیې او هغه څه چې دا هیواد یې په وروستیو کلونو کې کوي کرکه لري، خو هیچا جراات نه کاوه چې په ازاده توګه مخالفت وکړي او د هغوی [روسانو] پر ضد مبارزه وکړي."

دمخه تر دې په واشنګټن ډي سي کې د اوکراین د سفارت یو استازي امریکاغږ ته ویلي وو چې درې زره امریکایانو د روسیې د یرغل پر ضد په جګړه کې برخه اخیستلو ته مثبت ځواب ویلي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي تیره اونۍ په خپل تیلیګرام پاڼه د بهرنیانو یوې ۱۶زره کسیزې لیوا ته اشاره وکړه چې د هغه په وینا له هغوی غوښتل شوي چې د اوکراین، اروپا او نړۍ دفاع سره یوځای شي.

د اوکراین وسله والو ځواکونو د فیسبوک په یو پوست کې ویلي چې د هغه کسانو څخه چې پوځي تجربه لري غواړي د اوکرایني ځواکونو سره یوځای شي او د روسیې پر ضد مبارزه وکړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د سي ان ان شبکې ته وویل: "خلکو چې ولیدل چې اوکراینیان جنګیږي، اوکراینیان په شا نه ځي، زیات شمیر خلکو په جګړې کې ښکیل کیدو ته انګیزه وموندله" تر څو پر اوکراین د روسیې د یرغل حساب ورکړي.

ښاغلي کولیبا وویل چې د د اوکراین څخه د دفاع لپاره د بهرنیانو د هیلي او پدې هیواد کې د جنګیدو سره سره ډیره مهمه ده چې اوکراین "دومداره سیاسي، اقتصادي او پوځي" ملاتړ د ټولې نړۍ څخه ترلاسه کړي. هغه په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو ملاتړ ته بالخاصه د هوایي ملاتړ برخې ته اشاره وکړه.

د اوکراین حکومت ویلي چې هغه بهرني جنګیالي چې د اوکراین دفاع ته لیوال دي، ددغه هیواد سفارتونو ته دې مراجعه وکړي.

د بهرنیو جنګیالیو سربیره په زرګونو غیر پوځي اوکراینیانو د روسیې د پوځي یرغل په وړاندې د خپل هیواد د دفاع لپاره وسله پورته کړې او منسجم شوي دي.

XS
SM
MD
LG