د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې ځانمرګي برید "لږ تر لږه ۲۴ تنه ووژل"


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي چې په کابل ښار کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژلي او ۵۷ نور ژوبل دي.

ځانمرګی نن شنبه د اکتوبر ۲۴ ( لړم ۳) د کابل ښار په دیارلسمې حوزې کې د دشت برچي په «پل خشک» سیمه کې شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې دا برید د «کوثر دانش مرکز» په کوڅه کې شوی دی.

ښاغلي ارین دا د تروریستانو کار بللی دی. وايي زخمیان روغتون ته انتقال شوي دي. په قربانیانو ماشومان شامل دي.

هغه وايي چې ځانمرګی پلی روان و او غوښتل یې چې مرکز ته ننوځي، خو ساتونکو درولی دی او بیا هغه ځان الوځولی دی.

ښایي د قربانیانو شمېر تغیر شي.

د افغانستان د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله دا برید غندلی او دا یې د ترهګرو کار بلل دی.

په دې ورستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی. افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د جګړې په ښکېلو غاړو غږ کړی دی چې تاوتریخوالی کم کړی.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت په خپله غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG