د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل عیدګاه جومات ته نژدې چاودنې کې مرګ ژوبله اوښتې 


د کابل ښار عیدګاه جومات
د کابل ښار عیدګاه جومات

د طالبانو مقاماتو ویي دي‌ چې د کابل ښار په پل محمود خان کې د عیدګاه جومات دروازې ته نژدې بمې چاودنه کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ اکتوبر دریمه (تلې ۱۱) ددې چاودنې څخه څو شیبې وروسته په ټویټر کې ولیکل چې دغه چاودنې د "ملکي کسانو په یوې غونډې" شوې او مرګ ژوبله یې هم اړولې ده، خو د تلفاتو په اړه یې جزییات ندي ذکر کړي.

د افغانستان یو شمیر محلي رسنیو د اتو تنو د وژتې اږ ۲۰ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

خو د د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي د رسنیو له خوا خپرې شوې شمیرې رد کړي او ویلي یې دي چې پدې پیښه کې دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي چې په وینا یې د ټپیانو روغنیایي وضعیت ښه دي.

د کابل ایمرجنسي روغتون په ټویټء باندې د یو پیغام په خپرولو سره ویلي چې د پیښې له ځایه څلور ټپیان دې روغتون ته انتقال شوي دي.

ویل کیږي چې دغه چاودنه پداسې حال کې وشوه چې یو شمیر لوړپوړي طالبان د د طالبانو د حکومت د ویاند او اطلاعاتو او فرهنګ د مرستیال ذبیح الله مجاهد د مور د فاتحې لپاره د عیدګاه جومات ته تللي وو.

د پل محمود خان د سیمې یو دماندار احمدالله د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې لومړی د عیدګاه جومات ته نژدې چاودنه وشوه او بیا د ډزو آوازونه واوریدل شول.

د تیرې یوې نیمې میاشتې راهیسې چې طالبانو د کابل ښار نیولی د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې د کابل د هوایي ډګر د دروازې مخ ته د داعش د مرګوني برید پرته چې ۱۳ امریکایي سرتیري او ۱۷۰ افغانان په کې ووژل شول په دې ښار کې کومه بله چاودنه نه وه شوې.

XS
SM
MD
LG