د لاس رسي وړ اتصالات

کابل نن د سولې په اړه د دوو سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کوربتوب کوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې نن تر غرمې وروسته د مشورتي لویې جرګې په اړه دوې سیمه ییزې او نړیوالې غونډې په کابل کې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد نن سې شنبه اګست ۴ (زمري ۱۴) خبریالانو ته وویل چې په دغو غونډو کې به د شااوخوا څلوېښتو هیوادونو، نړیوالو سازمانونو، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان او اروپايي ټولنې استازي ګډون ولري.

دغه دواړې غونډې د ویډيويي کنفرانس له لارې کیږي.

ښاغلي هیواد زیاته کړه: "د دواړو مجلسونو د اجنډا عمده موضوع مشورتي لویه جرګه په دې اړه چې په نژدې راتلونکي کې به تر سره شي."

یادې غونډې د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پياوړي کېدو په هدف تر سره کیږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویناد صدیق صدیقي هم تیره ورځ وویل چې ټاکل شوې حکومت د راتلونکي جمعې په ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه مشورتي لویه جرګه راوغواړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي تیره ورځ وویل: "د دغه جرګې اساسي اهداف د طالبانو د ۴۰۰ پاتې زندانیانو د خلاصېدو د څرنګوالي،د افغانستان د راتلونکي په اړه مشوره،د تیرو۱۹ کلونو لاسته راوړنې، جمهوري نظام او د هغه اړوند ارزښتونه او د افغانستان پراختیايي فعالیتونه چې د افغانستان له خلکو سره شریک شوي دي شریک شي."

ښاغلي صدیقي وویل چې د جرګې ګډونوال به د مخکنۍ مشورتي لویې جرګې غړي وي او حکومت ته به د یادو طالب بندیانو د برخلیک په اړه مشوره ورکړي چې ایا ازاد شي او که نه.

ولسمشر غني هم د لوی اختر په مناسبت پیغام کې وویل چې د یادو ۴۰۰ بندیانو حق العبدي مسائلو ته په کتو د هیواد د اساسي او جزا قانون له مخې د ازادولو صلاحیت نه لري.

هغه وویل چې په دې اړه به مشورتي لویه جرګې راغواړي.

د یادونې وړ ده چې کابل تر دې مخکې هم د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا په هدف څو غونډې رابللي وې.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د یادو غونډو ګډونوالو د سولې خبرو ژر تر ژره پیلېدو، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمېدو او د افغان حکومت په مشرۍ د سولې خبرو پر مخ وړلو باندې ټینګار کړی و.

XS
SM
MD
LG