د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل پولیسو د کابل – کندهار لار تړلې وه


د کندهار - کابل لویه لار د زابل ولایت په اوږدو کې پرته ده.
د کندهار - کابل لویه لار د زابل ولایت په اوږدو کې پرته ده.

د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د شهرصفا د ولسوالۍ پولیسود کابل – کندهار لویه لار، د معاشونو په ورکړه کې د ځڼد له امله نن د پنجشنبې د ورځې ( وري ۲۲ مې)د سهار له اوو بجو څخه تر شاوخوا یولس بجو پورې تړلې وه، چې له امله یې د لارې دواړو خواوو ته په سلګونو مسافر بند پاتې وو.

د شهرصفا په ولسوالۍ کې اعتراض کوونکو پولیسو امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې له تیرو دریو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي، چې په غبرګون کې يې نن هغوی دا لار تړلې وه.

په متعرضو پولیسو کې ملي او سیمه ییز پولیس شامل وو

د لارې د بندیدلو له امله په سلګونو مسافر، چې له کابل څخه کندهار او د کندهار څخه کابل ته په لار وو هم بند پاتې وو.

د زابل امنیه قومندان سمونیار معراج الدین سادات امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ستونزې د حل لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

ښاغلي سادات وویل " پولیسو ته د ۲ میاشتو معاشونه حواله شوي او د شهرصفا ولسوالۍ امنیه قومندان ته لار ښونه شوې چې لار د ترافیکو پر مخ پرانیزي"..

په کندهار کې د ترانسپورټي شرکتونو خاوندان وايي، شهرصفا ولسوالۍ ته د یو حکومتي پلاوي د رسیدلو وروسته دا لار نن شاوخوا یوولس بجې بیرته پرانیستل شوې ده.

د کندهار – کابل لویه لار د شهرصفا د ولسوالۍ په اوږدو کې پرته ده.

په وروستیو کلونو کې دا لار په زابل، غزني او میدان وردک ولایتونو کې د ولسي وګړو له خوا څوځلې د خپلو غوښتنو د منلو لپاره تړل شوې وه، خو دا لومړی ځل دی، چې افغان پولیسو د خپلو غوښتنو لپاره هم دا لار تړلې وه.

XS
SM
MD
LG