د لاس رسي وړ اتصالات

بې پولې ډکټران: د دشت برچي له زېږنتون سره همکاریو ته دوام ورکوو


د بې پولې ډاکټرانو د دفتر (اېم اېس اېف) چارواکي وایې چې دوي له افغان روغتونونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

په فرانسه کې د اېم اېس اېف د عملياتي چارو مرستیالې اېسابیل مونیامن له امریکا غږ سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې ویلي چې دوي ته د خپلو کارکونکو او ناروغانو ژوند لومړیتوب لري.

دوه ورځې مخکې یو شمېر وسله والو د کابل په دشت برچي کې پر یوه سل بستریز زېږنتون برید وکړ چې په ترڅ کې یې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو په شمول ۲۵ تنه ووژل شول او ۱۶ تنه ټپیان شول.

مېرمن مونیامن ویلي چې اېم اېس اېف له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا د دشت برچي زېږنتون تمویلوي.

د اېم اېس اېف چارواکي وایې چې دوي پر زېږنتون د برید پر انګیزو نه پوهېږي او هڅه کوي چې په راتلونکو څو ورځو کې د پېښې پر څرنګوالي ځان خبر کړي.

د اېم اېس اېف د عملیاتي چارو له مرستیالې سره د احمد شکېب دوست مرکه دلته وګورئ.

مرکه
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

XS
SM
MD
LG