د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل پولیسو د هدفي وژنو مخنیوي لپاره نوی پلان جوړ کړی


د کابل امنیې قوماندانۍ د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره ځانګړي امنیتي پلان جوړ کړی.
د کابل امنیې قوماندانۍ د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره ځانګړي امنیتي پلان جوړ کړی.

د کابل امنیې قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره د یو ځانګړي امنیتي پلان د جوړولو خبر ورکړ.

د کابل د امنیه قومندانۍ امنیتي مرستیال صادق مرادي وایي چې د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره به په یو شمیر هغو حوزو کې چې هدفي وژنې پکې ډیرې کیږي،هر ورځ د چټک غبرګون قطعې شاوخوا سل ځواکونه ځای په ځای شي.

ښاغلي مرادي زیاته کړه چې د کابل ښار د نورو سیمو په پرتله په اتمه او پنځمه امنیتي حوزه کې د هدفي وژنو پیښې زیاتې ترسره کیږي، نو ځکه پولیسو د دغه پلان تطبیقول له اتمې حوزې څخه پيل کړی دی.

"د چټک غبرګون قطعه چې نیږدې هر ورځ سل نفره په هغو حوزو کېچې ډیرې زیانمنې دي ځای په ځای شول،موږ له حوزې او چټک غبرګون کنډک سره ګډ پلان جوړ کړ،زموږ پنځمې او اتمې حوزې تر ډیره زیانمنې دي موږ خپل ځانګړی پلان لرو او تاسو ته وعده درکوو چې له دې پیښو څخه به مخنیوی وکړو".

د تیرې سې شنبې په ورځ د کابل ښار په وزیر اباد سیمه کې غرمه مهال د یوې کورنۍ پنځه غړي په خپل کور کې ووژل شول چې لا یې هم د وژلو انګیزه او عاملین نه دي معلوم شوي.

که څه هم د کابل امنیه قوماندانۍ په دغه غونډه کې په دغه ښار کې د هدفي وژنو د شمیر په اړه څه ونه ویل خو د دغه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد له یو شمیر سیمه ییزو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په تیرو دوه اونیو کې د هدفي وژنو نږدې پنځوس پیښې ثبت شوي دي.

بل لور ته د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي په دغه ښار کې د پټو او نا معلومو وژنو څخه اندیښمن دي.

دوی له دولت څخه غواړي چې د کابل د اوسیدونکو امنیت خوندي کړي.

د کابل ښار یو اوسیدونکی اجمل وایي په کابل ښار کې به دا ډول وژنې نه یوازې د اوسیدونکو خوندیتوب زیانمن کړي بلکې په دغه ښار کې به د پانګونې او اقتصاد په وضعیت باندې هم بد اغیز وکړي.

"که دا لړۍ همداسې دوام وکړي په پانګوالۍ او اقتصادي وضعیت باندې بد اغیز کوي، د وګړو خوندیتوب باید د حکومت په لومړیتوبونو کې قرار ولري خو متاسفانه زموږ حکومت په دې برخه کې پاتې راغلی دی زموږ هیله داده چې په دې برخه کې د ډير کار تر سره شي".

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د کابل په ګډون په یو شمیر لویو ښارونو لکه ننګرهار او هرات کې هم هدفي او نا څرګنده وژنې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG