د کابل د چاپېریال ساتنې اداره وايي چې د دوی د څېړنو پر بنسټ کابل ولایت کې د ککړې هوا له کبله هر کال نیږدې ۴،۲ میلیارډ ډالر اقتصادي زیانونه اړول کیږي.
د دې ادارې چارواکي وايي چې کابل ښار اوس مهال په هغو ښارونو کې دی چې هوا یې ګواښوونکې ده او د انسانانو، ژوو او نباتانو ته د زیان رسولو تر څنګ اقتصادي تاوانونه هم اړوي.
کاظم همایون د کابل د چاپیریال ساتنې ادارې مشر په دې اړه نن دو شنبه ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۴) امریکا غږ ته وویل: "څېړنې ښيي چې هر کال د ککړې هوا له کبله کابلیانو ته ۴ میلیارډ او ۲ سوه میلیونه ډالر زیان رسیږي."
د کابل د چاپېریال ساتنې ادارې د معلوماتو پر بنسټ اسيدي بارانونه او د ځمکې تودوخه د ککړې هوا له کبله په غیر مستقیم ډول د کابل ښار په بیلابیلو سیمو اغیز کوي.
ښاغلی همایون وايي کله چې د یوې سیمې هوا ککړه وي د باران اوبه، ځمکې ته د رارسېدو مخکې د هوا په اسید اخته کیږي. کله چې دغه اوبه د ځمکې پر سر پر هر توکي وریږي نو کولی شي هغه توکی په لږ وخت که له منځه یوسي.
تاریخي اثرونه، د استوګنې او سوداګرۍ ودانۍ، ماشینونه، موټر، الوتکې، د اوسپنۍ پټلۍ او داسې نور ځایونه د دغې افت لومړني هدفونه دي.
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اقلیمي بدلون په ناستې کې وویل: "د اقلیمي بدلونونو له نظره افغانستان د نړۍ یو تر ټولو ډېر زیانمن هېواد دی. د جګړې له امله دغه هېواد کې په بیساري ډول ځنګلونه له منځه وړل شويدي."
ولسمشر غني زیاته کړه چې په ورستیو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان سویل ختیځې سیمې یوه نیمه درجه زیاتې ګرمې شوي دي.
د کارپوهانو په وینا د ځنګلونو له منځه وړل او د ځمکې ګرمېدل دواړه هغه لاملونه دي چې د هوا د ککړتیا سره په مستقیم ډول تړاو لري.
د جګړې او فقر تر څنګ نن سبا د ککړې هوا ستونزه هم ورځ تر بلې د نړۍ ډېر مېشتو ښارونو ته ګواښونه پېښ کړيدي. کارپوهان وايي په دغو ګواښونو کې د بېلابېلو ناروغیو سربېره غیر مستقیم اقتصادي زیانونه هم شامل دي.