د افغانستان د پخواني جمهور رئیس ډاکتر نجیب الله لور، مسکا نجیب "له کابل نه تر کلکتې" تر عنوان لاندی د عکسونو یو نندارتون د واشنگټن ډي سي په ښار کې جوړ کړی دی.
پدغه نندارتون کې مسکا نجیب هڅه کړې چې د هغو پښتنو د ژوند لاره چې د څو نسلونو راهیسې د هند په کلکته کې اوسیږي انځور کړي.
د مسکا نجیب عکسونه د هغو مهاجرینو د ژوند لهظې انځوروي چې د هند د کلکتې په ښار کې هماغسې ژوند کوي لکه پلرونو یې چې کلونه کلونه وړاندې په خپل وطن کې ژوند کاوه.
د شین چای گیلاس، د افغانستان یوه رنگ تللې نقشه، د یو شخص خندا، د ډوډۍ دسترخوان په داسې حال کې چې ټول پرې راتاو ناست دي، لاسونه چې له خواړو وروسته په دعا پورته کیږي...
مسکا وایي فکر کوي چې دغه پښتانه په یو بل ډول فرهنگ لرونکې ټولنه کې هڅه کوي چې په یو ډول سره خپل کلتور ژوندی وساتي. هغه وایي کله یې چې له هغوی سره خبرې کولې ورته معلومه شوه چې هغوی پرته له کومې لهجې په روانه پښتو خبرې کولې.
مسکا نجیب د امریکا غږ سره په ځانگړې مرکه کې وویل چې "د کابل نه تر کلکتې" پروژه په ۲۰۱۵ میلادی کال کې پیل شوه او د هغې کار د هند د بنگالي ژبي لیکوال رابیندرنات ټاگور د مشهور اثر کابلي والا نه الهام اخیستی دی.
مسکا نجیب وایي د ١٩٩٠ لسیزې په پیل کې وروسته له هغې چې مجبوره شوه له خپلې کورنۍ سره هند ته پناه یوسي، تل له هغې نه د پلرني وطن په اړه پوښتنې کیدې، او په تعقیب یې د "کابلي والا" په اړه خبرې اوریدې. مسکا نجیب بالاخره په ٢٠١٥ کې تصمیم ونیو چې معلومه کړي آیا "کابلي والا" د رابیندرانات ټاگور د داستان ځانگړتیا ده او که د ټاگور له داستان اخوا کابلي والا وگړي په دې هیواد کې ژوند کوي.
په همدې دلیل مسکا نجیب د خپلې همکارې ژورنالیستې ناز افروز، سره یوځای د کلکتې په لور روانیږي چې د "کابلي والا" ژوند انځور کړي.
د مسکا نجیب په وینا په اوس کې شاوخوا ۵۰۰۰ پښتنې کورنۍ شاوخوا درې څلور نسله کیږي چې په کلکته کې ژوند کوي. د دوی د اکثرو نیکونه د ١٩ پیړۍ په نیمایي کې د افغانستان او اوسني پاکستان د پښتون میشته سیمو څخه کلکتې ته مهاجر شوي دي، هغه وخت کلکته د برتانوي هند پایتخت و.
د "کابلي والا" کیسه
هندي لیکوال او شاعر رابیندرانات ټاگور، د "کابلي والا" په نامه یو لنډ داستان په ١٨٩٢ میلادي کال کې ولیکه. پدې کیسه کې د رحمت په نامه یو شخص چې لوړه ونه یې درلوده له کابل نه کلتکتې ته راځي او هلته گرځي او سودا خرڅوي. ددې داستان په روایت رحمت په کلکته کې د یوې پنځه کلنې بنگالۍ سره چې مینه نومیده او په افغانستان کې د هغه نه د پاتې لور په عمر وه، اشنا کیږي او دهغه وروسته د خپلې لور په یاد تل هغې کوچنۍ بنگالۍ نجونې ته ورځي او ورسره خبرې او ټوکې ټکالې کوي.
څه موده وروسته د خپلې کورنۍ له لورې یو لیک ترلاسه کوي او د خپلې کوچنۍ لور له ناروغۍ نه خبریږي. رحمت تصمیم نیسي چې بیرته کابل ته لاړ شي، خو کابل ته له سفر دمخه د سیمې له یو اوسیدونکي سره چې دده پوروړی دی د پور د ترلاسه کولو پر سر شخړه کوي او په پای کې رحمت د چاقو په وار هغه شخص له پښو غورزوي او ١٠ کاله بندي کیږي.
د زندان د مودې له پای ته رسولو وروسته رحمت بیرته تصمیم نیسي چې هماغې کوچنۍ بنگالۍ نجلۍ ته ورشي، هغه یواځنۍ نښې ته چې د زندان په دوران کې په یاده وه. خو له لسو کلونو وروسته میني (بنگالۍ نجلۍ) نوره هغه کوچنۍ نجلۍ نه وه او پیغله شوې وه چې واده کوي او رحمت یې هیر شوی دی. دا وضیعت رحمت زړه خوالی کوي. پدې داستان کې د میني پلار چې د داستان لیکونکی هم دی هغه پیسې یې چې د خپلې لور واده ته بیلې کړې وې، رحمت ته ډالۍ کوي چې افغانستان ته لاړ شي او خپله لور له نژدې وویني.
مسکا نجیب وایي چې له پلرني وطن افغانستان نه لرې توب او د یو هویت د درلودلو فکر هغه په پای دې ته مجبوره کړه چې د افغان مهاجرو یوه ډیره لرغونې ټولنه چې په هند کې میشت شوې انځور کړي.
مسکا نجیب وایي "غوښتل مې ومومم چې دغه ټولنې څنگه توانیدلي دي چې په څه دپاسه یوه پیړۍ کې خپل هویت او کلتور وساتي. د هغوی د ژوند په لارې چارې او د هغوی په هویتي او فرهنگي رابطې باندې په پوهیدو سره چې ساتلې ده، زه هم غواړم د خپل هیواد سره په اړیکه کې اوسم."
مسکا نجیب چې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس او یو پیاوړي سیاستوال لور ده لږ تر لږه په اوس وخت کې نه غواړي د خپل پلار په څیر سیاسي ژوند ته مخه کړي.
مسکا وایي: "زما زیاته مینه د فرهنگي مسلو سره ده، زه ځان د افغانستان فرهنگي سفیره گڼم". خو ټینگار یې وکړ چې راتلونکې نشي اټکل کولای چې آیا په پای کې به سیاست ته مخه کړي او که نه.