د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د طالبانو-القاعده د اړیکو په اړه د ملګرو ملتونو راپور تائید کړ


په راپور کې په افغانستان کې د القاعده شبکې اړوند کسانو شمېر د ۲۰۰ او ۵۰۰ تنو تر منځ ښودلی دی.
په راپور کې په افغانستان کې د القاعده شبکې اړوند کسانو شمېر د ۲۰۰ او ۵۰۰ تنو تر منځ ښودلی دی.

افغان حکومت له القاعده ډلې سره د طالبانو د اړیکو د دوام په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ارزونې او بندیزونو د ډلې د راپور هرکلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ارزونې او بندیزونو ډلې د افغانستان په فراه او غزني ولایتونو کې د القاعده شبکې د دوو قوماندانانو حسام الدین عبدالروف مشهور په ابومحسن المصري او محمد حنیف مشهور په عبدالله د وژل کېدو په استناد د روانې فبروري میاشتې پر درېیمه پخپل راپور کې ویلي چې د القاعده شبکې او طالبانو اړیکې پر ټينګې دي.

دغه ډلې پخپل راپور کې د اټکل له مخې په افغانستان کې د القاعده شبکې اړوند کسانو شمېر د ۲۰۰ او ۵۰۰ تنو تر منځ ښودلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ فبرورۍ اوومه ( سلواغې ۱۹) په یوې اعلامیې کې ویلي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت د دغه راپور له یادونو څخه د هر کلي ترڅنګ، د طالبانو لخوا د ژمنو نه عملي کېدو په اړه پر خپل برحقه دریځ ټینګار کوي."

یاد وزارت د نړیوالې ټولنې په ګډون له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې طالبان او ملاتړ کوونکي یې د اوربند ټینګولو، د هدفي وژنو مخنیوي او د القاعده په ګډون له نورو ډلو سره د اړیکو پرېکولو ته وهڅوي.

د دغه وزارت په باور پر وسله والو طالبانو د نړیوالې ټولنې فشار به هغوی د تاوتریخوالي کمولو ترڅنګ، سیاسي حل او سولې ټینګېدو ته اړ کړي.

پر همدې مهال د افغانستان د اسلامي جمهوریت لومړي مرستیال امرالله صالح هم یاد راپور ته په اشارې پر خپل ټویټر لیکلي چې د القاعده شبکې او طالبانو اړیکې لاهم پر خپل ځای دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ویلي وو چې په افغانستان کې د القاعده شبکې جنګیالي شتون نه لري.

د امریکا او طالبانو د دوحې تړون په اساس وسله وال طالبان باید د القاعده شبکې په ګډون له ټولو ترورستي ډلو سره اړیکې قطعه کړي.

تر دې مخکې د امریکا دفاع وزارت هم ویلي و چې وسله والو طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او ویلي و چې دغه ډله له القاعده شبکې سره لا اړیکې پالي.

XS
SM
MD
LG