د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې په نشه روږدي کسان د درملنې امکانات غواړي


په کندهار کې په نشه روږدي کسان د درملنې امکانات غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

په کندهار کې په نشه روږدي کسان وايې چې که ورته د درملنې امکانات برابر شي نو چمتو دي چې له نشو لاس واخلي.

په نشه روږدي دا کسان د تودې هوا له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی په ټکنده غرمه د واټونو پر سر ګرځي چې ځيني ناروغۍ هم ورته پيدا شوي. دوی د درملنې لپاره د امکاناتو غوښتنه کوي.

یو شمیر په نشه روږدي کسان وایي چي د کورنۍ مسئولیتونه يې هم تر غاړي دي خو دوی یوازي د ځان لپاره د نشه يي موادو د پيدا کیدو لپاره ورځ سبا کوي او کورنۍ ورڅخه پاته دي.

دغه شخص وايې چې له څه باندي یوې لسیزي را هیسي په نشه اخته شوی، خو اوس د درملنې لپاره د امکاناتو د پیدا کیدو په فکر کې دی.

په نشه د روږدو کسانو د شمېر زیات والي د کندهار ولایتي شورا هم اندېښمنه کړې.

د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکریزوال وايې چې د معتادینو د درملنې لپاره دي په کندهار کې امکانات زیات شي، خو هغه دا هم وایي چې په نشه د روږدو کسانو په درملنه کې د ټولنې د ټولو خواو همکاري اړینه ده.

د عامي روغتیا وزارت له لوري دا مهال په کندهار کې په نشه د روږدو کسانو د درملنې لپاره یو روغتون فعالیت لري چي په هرو دو میاشتو کې یوازي په کې د سل تنو درملنه کیږي.

دا پداسې حال کې دي چې پدې ولایت کې په نشه د روږدو کسانو شمېر د چارواکو د اټکل له مخې له ١٠٠ زرو تنو زیات دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG