د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار په ښار کې موټر بم برید شوی دی


عکس (ارشيف)
عکس (ارشيف)

په کندهار کې امنیتي مسولین وايي چې د غورک د ولسوال پر کور ځانمرګی موټر بم بريد شوی دى.

چارواکي وايي په برید کې ولسوال ته زیان نه دری رسېدلی خو د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه ټپيان شوي.

د کندهار د پوليسو وياند جمال بارکزي امريکا غږ ته وويل چې پېښه نن جمعه فبروري پنځمه (سلواغه ١٧) ماسپښين ۲:۳۰بجې بجې په يو لسمه ناحيه کې په عينو مېنه کې شوې ده.

ده وويل: "موټر بم ځانمرګی بريد د غورک د ولسوال پر کور شوی، ولسوال له پېښي روغ وتلی خو د نورو تلفاتو په اړه به يې وروسته معلومات شريک شي."

يولسمه حوزه د ښار یوه با امنه سیمه بلل کیږي.

د غورک ولسوال جمعه خان امريکا غږ ته وويل چي په پېښه کې يې د کور لويه برخه تخريب شوې هم ده.

نوموړي وويل: "بريد ګر په يوه تېز رفتاره موټر کې وو او څو ځله زما د کور مخ ته تېر شو کله چي زه کور ته داخل شوم قوي چاودنه وشوه. ماته زيان ندی رسيدلی خو د کور څلور تنه سربېرن ټپيان شوي چي ښځي او ماشومان دي."

د پېښي په سيمه کې د ملکي خلګو کورونو ته هم مالي زيان رسيدلی.
په کندهار کی د نا امنيو پېښي زياتي شوي چي له کبله يې د دې ښار اوسيدونکي اندېښمن کړي او د مخنيوي غوښتنه يې کوي.

د کندهار د نني ځانمرګي بريد مسئوليت چا په غاړه ندی اخيستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG