د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار والي په کرونا ویروس اخته شوی


د کندهار والي حیات الله حیات
د کندهار والي حیات الله حیات

د کندهار والي حیات الله حیات تائید کړه چې د کرونا په ناروغۍ اخته شوی دی.

حیات الله حیات نن شنبه مې۹(غويي۲۰) امریکا غږ سره په مرکه کې وويل چې دا مهال د کندهار ولایت مقام د حرم سرای په برخه کې قرنطین دی او له هغه ځایه د ولایت چاري مخ ته وړي.

ښاغلي حیات زیاته کړه چې تیره ورځ يې د کرونا ويروس نمونه د جنوبي حوزې د کرونا طبي لابراتوار ته سپارلې وه چې تېره شپه يې نتېجه مثبته ثابته شوې.

ده وويل:"متاسفانه کوم سمپل چې ما لابراتوار ته لیږلی و نتېجه يې مثبته وه، زه تر هغو چې د کرونا ناروغۍ پايله مي بیرته منفي شوې نه وي مخامخ له چا سره نه وینم خو د ولایت چاري به چې د خلکو خدمت تر هرڅه لومړیتوب راته لري له حرم سرای څخه سمبالوم."

پر همدې مهال د کندهار والي مطبوعاتي دفتر وايي چې والي ته د نږدې کسانو په شمول چي سکرټران او ساتونکې يې پکښې شامل دي د څو کسانو سپملونه هم د معایناتو لپاره اخیستل شوي.

د کندهار دوالي ویاند بهیر احمدي امریکا غږ ته وويل چې د دغو کسانو شمېر تر لسو تنو زیات دی او پدې کې د کندهار ولایت مقام دوه مرستیالان نه دي شامل.

ده وويل:"د والي صاحب سره په نږدې تماس کې د څو کسانو چې شمېر يې تر لسو زیات دی هم نمونه اخیستل شوې او د لابراتور معایناتو ته منتظر یو خو د والي صاحب دوه مرستیالان روغ رمټ دي او هغوی پدې کې ندي شامل."

په ورته وخت کې د کندهار ولایت مقام ته د تلوونکو کسانو پر ورتګ هم محدودیتونه وضح شوي دي.

ښاغلی احمدي په دې اړه وايي چې په ولایت مقام کې له وړاندې لا د فاصلې مراعت کیدو ته ډير پام کېده او هغه ریسان چې د اونیزو او اداري مجلسونو لپاره ولایت مقام ته ورتلل دې ټکي ته ډير پام کاوه.

دغه راز د کندهار ولایت مقام وايي چې ولایت ته د ورتلونکو کسانو او مراجعینو د کارونو د تر سره کیدو لپاره د ډيجټلي سیستم پر رامنځ ته کیدو کار پيل شوی چې والي به د ویډيو کنفرانس له لارې د هغوی کارونه اجرا کوي.

په کندهار کې تر د امهال د کروناویروس ټولې ۴۸۱ مثبتي پېښي ثبت شوي چې ۳۰ تنه يې ډاکتران او پاته نور يې د ټولنې د بیلا بیلو برخو غړي دي.

دا په افغانستان کې درېیم لوړپوړی چارواکی دی چې په کرونا ویروس اخته کیږي.

د تیرې پنجشنبې په ماښام د افغانستان روغتیا وزارت خبر ورکړ چې د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز هم په کرونا ویرس اخته شوی او دا مهال په خپل کور کې قرنطین دی.

تر هغه مخکې په ټولنیزو چارو کې د کابل والي مرستیاله حنیفه ګیرووال هم په کرونا ویروس اخته شوې وه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG