د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې دوو پولیسو خپل ۹ملګري وژلي


د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې دوو نفوذي پولیسو خپل ۹ ملګري وژلي دي.

د دغه ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې یاده پېښه تېره ورځ د کندهار– ارزګان پر لویه لار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په تور کوتل سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي نن دوشنبه د «زمري پر۱۴مه» امریکا غږ وویل، چې برید کوونکي پوليس له وړاندې له وسله والو طالبانو سره په اړکه کې وه او تر پېښي وروسته يې د کوتل د پوستې وسلې هم له ځان سره وړي دي.

د پوليسو په لیکو کې داخلي بریدونه یوه جدي ستونزه بلل کیږي، چې چارواکي وايې د مخ نیوي لپاره يې ځانګړي هڅي پيل کړي دي.

خو یوې امنیتي سرچینې د پېښې په اړه امریکا غږ ته وويل چې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په داخلي برید کې ۱۴تنه پوليس وژل شوي او برید هم د ۶ تنو نفوذي پوليسو له لوري شوی دی.

پر همدې مهال د کندهار امنیتي مسؤلینو نن دوشنبه د یاد ولایت په میوند ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې د وسله والو طالبانو د دوو نفوذي کسانو د نیول کېدو خبر ورکړ.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارګزي امریکا غږ ته، وويل چې یادو کسانو ځانونه د پوليسو په لیکو کې شامل کړي و چې نن سهار ونیول شول.

دی زیاته وي چې د استخباراتي ادارو له لوري نیول شویو دغو دوو کسانو غوښتل د پولیسو په یوه مهم مرکز کې پر خپلو همکارانو باندي برید وکړي چې د استخباراتي ادارو له لوري ونیول شوه.

ده زیاته کړه:"نیول شویو کسانو غوښتل چې د پوليسو په لیکو کې خونړۍ حمله وکړي زموږ کشفي مامورنیو دغه کسان تر پيژندنې وروسته او مخکې له دې چې دا عمل وکړي ونیول."

وسله والو طالبانو که څه هم د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د تور کوتل حملې مسؤلیت منلی، خو په میوند ولسوالۍ کې د خپلو نفوذي کسانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG