د لاس رسي وړ اتصالات

چین د قزاقستان د مشر د اقدام ستاینه او جرمني پرې نیوکه وکړه


په اعتراض کوونکو باندې د ډزو په اړه د قزاقستان د ولسمشر د امر وروسته چین ددې اقدام ستاینه او جرمني پرې انتقاد کړی دی.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جمارت تقایف، نن د جنورۍ په اوومه (مرغومي ۱۷) په یوه تلویزیوني وینا کې د خونړیو مظاهرو د پای ته رسیدو په هڅه کې ددې هیواد امنیتي ځواکونو ته امر وکړ تر څو هغه کسان چې په ناارامیو کې لاس لري "له خبرداري پرته په ډزو" ووژني.

د قزاقستان ولسمشر وویل چې د "جنایت ‌کارو او قاتلو" اعتراض کوونکو سره مذاکره "احمقانه" کار دی.

د چین ولسمشر شي جینپنګ، نن په یو پیغام کې خپل قزاقي سیال ته د اعتراض کوونکو په وړاندې د هغه اقدام "مسوولانه" عمل وګاڼه.

د چین رسمي اژانس سنهوا، د ښاغلي شي له خولې رپوټ ورکړی چې ښاغلي تقایف ته یې ویلي: "تاسې په مهم وخت کې قاطع اقدامات تر لاس لاندې نیولي او په فوري توګه مو وضعیت ارام کړ او د یو سیاستوال په توګه مو خپل مسولانه موقف او د مکلفیت حس څرګند کړ."

خو د جرمني فدرال حکومت د اعتراض کوونکو په وړاندې د قزاقستان په اقدام چې د پخواني شوروي اتحاد ددې غړي هیواد ولسمشر هغوی "جنایت‌کاران او قاتلین" ګڼلي انتقاد کړی دی او د ښاغلي تقایف له حکومت څخه یې غوښتي چې د ارامۍ د رامنځته کیدو هڅه وکړي.

د جرمني د حکومت ویاندې کرستین هافمن، وویل: "تاوتریخوالی هیڅکله نشي کولای مناسب ځواب اوسي. جرمني د ټولو اړخونو څخه غواړي چې وضعیت ارام کړي او یوه سوله ییزه حل لاره ومومي."

له دې دمخه متحده ایالاتو ویلي وو چې په قزاقستان کې د بشري حقونو څخه د هر ډول سرغړونې څارنه کوي.

په قزاقستان کې مظاهرې تیره اونۍ پدې هیواد کې د تیلو د بیې د لوړیدو په غبرګون کې ددې هیواد په لویدیځو څنډو کې پیل شوې. دغه مظاهرې ډیر ژر ټول هیواد ته پراخې شوې او لمن یې وغزیده.

سیاسي څیړونکي وایي چې ددې مظاهرو سرعت د خلکو خپګان او نه رضایتي څرګندوي چې د ۱۹۹۱ کال راهیسې چې د پخواني شوروي اتحاد نه یې خپلواکي ترلاسه کړې تر اوسه د یو مطلقه نظام لاندې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG