د لاس رسي وړ اتصالات

کینیا کې د تکنالوژۍ په مرسته په سلګونو ورک ماشومان موندل شوي


په کینیا کې یوه مرستندویه موسسه د انځور جوړونې د تکنالوژۍ په مرسته هڅه کوي میندې او پلرونه خپل ورک شوي ماشومان ومومي. د ورکو شویو ماشومانو د لټون دا موسسه وايي، د خپل اووه کلن فعالیت په ترڅ کې یې له ۱۰۰۰ څخه زیات ورک ماشومان موندلي دي.

دا موسسه د تکنالوژۍ په مرسته د ورکو شویو ماشومانو په پخوانیو انځورونو کې داسې تغییرات راولي چې د دوی اوسنۍ څېره وښيي.

د ورکو شویو ماشومانو د موسسې کارکوونکې ماریانا مونیندو وايي: "که یو ماشوم په څلور کلنۍ کې ورک شوی وي او کلونه وروسته اوس لس کلن وي نو د هغه فزیکي ځانګړتیاوې او د مخ شکل به بدل شوی وي، اوعام خلک به د هغه د څلور کلنۍ انځورونه لري، نه د لس کلنۍ"

دغه بنسټ دا انځورونه په ټولنو او ټولنیزو رسنیو کې په دې هیله خپروي چې کیدای شي څوک به ورک شوی ماشوم وپيژني.

مونیندو وايي، د هغې موسسې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د ۱۰۵۲ ماشومانو په موندلو او له خپلو کورنیو سره په یو ځای کولو کې مرسته کړې ده. ۲۸ ماشومان مړه موندل شوي او ۱۵۱ نور ماشومان د حکومت له خوا موندل شوي وو او ساتل کیدل.

د ورکو شويو او ناوړه استفادې ښکار شویو ماشومانو د نړیوال مرکز په وینا، په نړیواله کچه د ورکو شویو ماشومانو شمیر مخ په زیاتېدو دی. دا مرکز وايي، په هیوادونو کې شخړې د دې لامل کیږي چې ډیر ماشومان له خپلو میندو او پلرونو څخه جلا شي.

ددې مرکز غړې اتینا مورګان وايي: "دوی [ماشومان] کیدای شي د ارامتیا په لټه کې وي او یا کیدای شي د کورنۍ ډیری غړي یې وژل شوي وي او یا له مور او پلار څخه د کډوالۍ په مهال جلا شوي وي."

د ورکو شويو ماشومانو د لټون لپاره، د کینیا حکومت د جنایي تحقیقاتو په ریاست کې د مرستې لپاره د وړیا اړیکو نیولو تیلفوني شمیرې جوړې شوي، چې ددې شمیرو له لارې خلک کولای شي د شکمنو فعالیتونو په اړه راپور ورکړي.

XS
SM
MD
LG