د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په کینیا کې د پاکستانی خبریال د وژل کیدو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې


په کینیا کې چارواکي وایي پاکستانی خبریال ارشد شریف چې د څه مودې راپدیخوا پدې هیواد کې جلا وطن و، یکشنبه اکټوبر ۲۳ (لړم۱) د شپې ناوخته د پولیسو لخوا په ډزو ویشتل شوی او مړ شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني خبریال ارشد شریف په مړینې خفګان ښودلی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارړ وزارت ویاند نیډ پرایس پدې هکله ویلي چې، "مونږ د کینیا د حکومت څخه غواړو چې د هغه [پاکستاني خبریال] د وژل کیدو په هکله بشپړ تحقیقات وکړي".


د کینیا د ملي پولیسو مشر برونو شویسو ویلي چې دا خبریال په موټر کې د یو بل تن سره چې خرم احمد نومیده او پولیسو ویلي چې د ښاغلي شریف ورور دی، سپور و چې د پایتخت نیروبي څخه ۴۰ کیلو مټره لیرې د مګاډي په سیمه کې وروسته تر هغه وویشتل شو چې د پولیسو د تالاشۍ یوې پوستې ته یې موټر ونه دراوه.

پولیسو دا پیښه د تاصف وړ بللې او خواشیني یې پرې ښودلې.

په اعلامیې کې راغلي، "وروسته تر هغه چې ارشد محمد شریف پولیسو ته موټر ونه دراوه، ډزې پرې وشوې او داسې ټپي شو چې د مرګ سبب یې شو".

د پولیسو په راپور کې چې د فرانس پریس خبري اژانس لیدلی راغلي چې په موټر ۹ مرمۍ لګیدلې وې خو بیا هم موټر ونه درید او د یو بل پاکستاني تبع کور ته ولاړ.


په راپور کې ویل شوي چې ښاغلی شریف په همدې کور کې مړ وموندل شو او هغه د شا لخوا په سر په مرمۍ لګیدلې و.

پولیسو همدارنګه ویلي چې د پيښې پر وخت هغوي د یو غلا شوي موټر پسې ګرځیدل چې یو تن پکې هم تښتول شوی و او په همدې خاطر یې په سړکونو کې موقتي د تالاشۍ پوستې جوړې کړې وې.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د کینیا د جمهور رئیس ویلیم روټو سره په ټیلیفون کې خبرې کړي او د پیښې په هکله یې د شفافو پلټنو غوښتنه کړې.

داسې ویل کیږي چې دې پاکستاني خبریال کوښښ کاوه متحده ایالاتو د راتګ لپاره ویزه واخلي.


ښاغلي شریف ۴۹ کلن و او د پاکستان د پوځ په ځواکمنې ادارې یې پرله پسې انتقاد کاوه او د پخواني صدراعظم عمران خان ملاتړی و، چې د اپریل په میاشت کې د پارلمان د عدم اعتماد په رایه کې له واکه لرې شو.

د بې سرحده خبريالانو له خوا د مطبوعاتو د ازادۍ په درجه بندۍ کې پاکستان په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۵۷ دی چې خبريالان په کې د سانسور او ډارولو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG