د لاس رسي وړ اتصالات

جان کري د غني-عبدالله د ګډ حکومت د جوړېدو یاداښتونه خپاره کړل


جان کري په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رئیس عبدالله عبداله سره
جان کري په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رئیس عبدالله عبداله سره

Every Day is Extra یا د ژوند هره ورځ غنیمت ده د امریکا د باندنیو چارو د پخواني وزیر، جان کري، د خاطراتو او یاداښتونو د کتاب عنوان دی چې تیره اونۍ بازار ته راووت.

د کتاب په لمړیو پاڼو کې ۷۴ کلن کري لیکلي له هغه وروسته چې په دنګه ځوانۍ کې د ویتنام د جګړې (۱۹۵۵-۱۹۷۵) له ډګر نه ژوندی راووت پدې باور دی چې د ژوند هره ورځ یې غنمیت ده.

کري د امریکا په پوځ کې د خپل څلورکلن خدمت (۱۹۶۶-۱۹۷۰) په اړه په ځانګړې توګه د هغو څلورو میاشتو په اړه چې د ویتنام په جګړې کې یې تېرې کړې او له هغه وروسته د ۲۸ کالو لپاره د امریکا د سناتور په توګه د خپل کار، په ۲۰۰۴ کال کې د امریکا د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې دموکرات ګوند د کاندیدۍ، او د ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۷ پورې د امریکا د باندنیو چارو د وزیر په توګه د خپلو چارو او ژوند په اړه ډیر څه لیکلي‌ دي.

که څه هم نوموړي د افغانستان په یو شمېر مهمو چارو او پرېکړو کې ستره ونډه لرله، خو پدې هکله یې لنډې لیکنې کړي او په تازه خپور شوي کتاب کې یې کوم ځانګړی راز ندی خپور کړی.

جان کري د لمړي‌ ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې ښکیل شو. هغه مهال، ډاکټر عبدالله پر ولسمشر کرزي په ټاکنو کې د پراخو درغلیو تور لګاوه او ځواکمنو پلویانو یې ګواښ کړی و چې د ښاغلي عبدالله په مشرۍ به جلا حکومت اعلان کړي. د ولسمشر کرزي او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د هغه مهال د ځانګړي استازي، ریچارد هولبروک، او د امریکا سفیر، جیمز کنینګهم، تر منځ د باور اړیکې دومره شلیدلې وې چې ښاغلي کرزي فکر کاوه چې امریکا له واک نه د هغه د پرځولو اراده لري.‌ پدغسو حساسو شرایطو کې، له سناتو کري‌ وغوښتل شول چې د افغانستان د ټولټاکنو د کړکیچ د هواري لپاره د یوه منځګړي او دیپلمات په بڼه کابل ته ورشي. د کرزي د سختو مخالفتونو سربیره، سناتور کري هغه قانع کړ چې له ډاکټر عبدالله سره په سیالۍ کې د ټاکنو دوهم پړاو ته ولاړ شي، خو ډاکټر عبدالله له سیالۍ په شا شو او کرزی بې له سیاله د ټاکنو ګټونکی شو.

د کري د یاداښتونو نه جوتیږي چې په ټاکنو کې د کرزي او د امریکا تر منځ اصلي شخړه د پښتنو د رایو پر سر وه.

ښاغلي کري لیکلي "کرزي یو ځلي له ما سره سترګو په سترګو شو او وې ویل «جان، زه نشم کولاې چې د پښتنو ۲۵۰ زره رایې وغورځوم. زه به پاتي نشم.» او بیا له خونې ووت چې ټلیفون ته ځواب ورکړي، خو ما فکر کاوه چې هغه غوښتل چې د دې خبرې اغیز یې پاتي شي‌ او بل خوځښت ته ځان برابر کړي. مخ مې زموږ د سفیر مرستیال فرنک ریکاردوني چې د باندنیو چارو تکړه کارکوونکی و او د مدفور له ماساچوست نه و، ته کړ. هغه سپینې خبرې کولې. «فرنک، آیا ریښتیا د پښتنو ۲۵۰ زره رایې غورځول شوي؟» هغه موسکی شو او وې ویل «نه، ډیر د ۲۵ پښتنو رایي‌ دي چې هر یوه یې ۱۰۰۰۰ راې پاڼۍ اچولي."

د ۲۰۱۴ ټاکنې

د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لمړی پړاو بیله کومې سترې ستونزې ترسره شو او د اتو نوماندو له ډلې نه دوه – محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله – د ټاکنو دوهم پړاو ته راووتل. خو هغه پړاو د افغانستان د ټاکنو تر ټوله جنجالي ټاکنې شوې او د هواري لپاره یې بیا جان کري، چې هغه مهال د امریکا د باندنیو چارو وزیر و، څو ځلي کابل ته ولاړ.

کري لیکلي چي امریکا تر کرزي، غني او عبدالله غوره بلل
کري لیکلي چي امریکا تر کرزي، غني او عبدالله غوره بلل

جان کري لیکلي چې واشنګټن نه د ډاکټر عبدالله او نه د اشرف غني ملاتړی و.

ښاغلي کري لیکلي "غني یو لویدیځ پلوی پښتون ناسیونالیست و چې له ژبې یې تکنوکراتیک اصطلاحات اورېدل. هغه خپل ډېر کار په امریکا کې په نړیوال بانک کې کړی و او له سیمه یزو [افغان] سیاستوالو سره په تړون کښې یې ستونزه لرله. هغه فوق العاده ماغزه لرل خو په سیاست کې یې تجربه نلرله. کله نا کله به یې په غبرګون کې افراط کاوه. هغه ډیر یو خصوصي سړی و او مایکرومنجمنټ ته یې ډیر تمایل درلود چې تل به یې په ګټه نه تمامېده."

د ډاکټر عبدالله په اړه بیا ښاغلي کري لیکلي چې "هغه یو آرامه، دروند او پوست ژبی شخص و. هغه د غني تکنوکراتیک فکر نه درلود خو تل یې په چارو سر ښه خلاص و. هغه د ائتلاف په جوړولو کې مهارت درلود او د صحنې شاته یې ښه کار کولی شو. هغه ښه سیاستوال و."

د جان کري په لیکنه، ډاکټر عبدالله او اشرف غني هر یو امریکا ته تر حامد کرزي ښه معلومېدل او هر یوه غوښتل چې له لویدیځ سره ښیې اړیکې ولري.‌ خو ستونزه دا وه چې د ټاکنو دوهم پړاو په یوې سترې رسوايي اوښتی و.

جان کري لیکلي "زموږ له انده هر ډول چې به دي راې شمیرلې واې، غني‌ ګټونکی و.‌ خو د درغلیو او بې نظمیو تورونو پر هغه څه چې د افغانانو لپاره یوه بریا کیداې شواې، سیوری خپور کړی و."

پداسې حال کې چې د امریکايي چارواکو او د دوې له انده د رایو شمیر اشرف غني د ټاکنو ګټونکی ښووده، خو د ډاکټر عبدالله ځواکمنو پلویانو له بوږنونکو ګواښونو سره د دې کار مخه نیولې وه.

ښاغلي‌ کري‌ لیکلي "په جولاې کې، د عبدالله یوه کلیدي ملاتړي په دولسو تر څوارلسو ولایتونو کې د موازي حکومت د جوړولو ګواښ وکړ." د ښاغلي عبدالله دغه ځواکمن ملاتړی هغه مهال د بلخ والي، عطامحمد نور، و.

امریکايي دیپلماتانو جان کري ته خبرداری ورکړی و چې د کورنۍ جګړې د رامنځته کیدلو او له دننه نه د نظام د ټوټه کیدلو شونتیا وه.

د ښاغلي کري په لیکنه "په کابل کې زموږ سفیر استدلال کاوه چې د کودتاه ګواښ،‌ رښتونی و."

ګډ حکومت د چا وړاندیز؟

د حالاتو د کړکیچنتیا او لدې کبله چې د کرزي او د امریکا د سفیر او ځانګړي‌ استازي‌ تر منځ د اعتماد مزي شلیدلي وه، بیا جان کري اړ کړ چې د افغانستان د ټاکنو د ستونزي‌ هوارولو ته ورودانګي.

ښاغلی کري څو ځلي کابل ته ولاړ او له افغانستان نه دباندي هم په منظم ډول له افغان کاندیدانو سره په اړیکو کې و.‌

د جان کري له لیکنو داسې بریښي چې هغه یوازې ډاکټر عبدالله او اشرف غني هڅول چې د هیواد د لوړو ګټو خیال وساتي، خو د حل کومه عملي تګلاره یې نلرله.‌

هغه لیکلي‌ "موږ د خبرو یوه حساس پړاو ته ورنږدې شوي وو چې ناڅاپه غني د ګډ حکومت مفکوره پورته کړله. ما تل فکر کاوه چې هغه د دې مفکورې له شهرت نه خبر و. وروسته، ما د غني پر اوږې لاس کیښود او ورته مې وویل «اشرفه، ته به جمهور رئیس یې. عبدالله به له تا سره د یوې ګډې اجنډا په پلي‌ کولو کې مرسته وکړي. خو ته هغه ته د رښتوني واک په لیږدولو کې رضایت ولره او هغه ته د ګډ حکومت کولو فرصت ورکړه، ځکه دغه کار د هیواد په ګټه دی."

لدې جوړجاړې سره د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو کړکیچ ختم شو. اشرف غني او ډاکټر عبدالله د ګډ حکومت د جوړلو پر تړون لاسلیکونه وکړل او د همدغه تړون په پاې کې په افغانستان کې امریکا سفیر، جیمز کنینګهم، او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، یان کوبیش، هم لاسلیکونه وکړل.‌

د ګډون حکومت شاوخوا څلور کاله تیریږي. که له یوې خوا پر دې حکومت پراخې نیوکې کیږي چې د افغانستان د اساسي قانون له چوکاټ نه بهر رامنځته شوی،‌ خو ځیني یې د یوه ستر کړکیچ په مخنیوي کې اغیزناک بولي.

جان کري هم په پاې لیکلي "نننی افغانستان له سترو اقتصادي او امنیتي ننګونو سره لاس او ګریوان دی خو د یوه هیواد،‌ نه د یوې جګړې، په توګه د پیژندنې فرصت لري. هغه دیپلماسي چې افغانستان یې تر ننه پورې راورساوه، ارزښت یې درلود."

XS
SM
MD
LG