د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلي: د سولې په خبرو کې باید د طالبانو غوښتنې واوریدل شي


ښاغلی خلیلي وايي، د سولې عالي شورا باید له یوې نوې کړنلارې سره د سولې د خبرو ډګر ته دننه شي.
ښاغلی خلیلي وايي، د سولې عالي شورا باید له یوې نوې کړنلارې سره د سولې د خبرو ډګر ته دننه شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر محمدکریم خلیلي وايی، د سولې خبرې باید د وسله‌والو طالبانو د یو لړ سالمو او ملي نظریاتو په منلو سره، تعقیب شي.

ښاغلي کریمي، چې د دوشنبې په ورځ (جولای ۱۰مه) د سولې د عالي شورا عمومي مجمعې ته وینا کوله، له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د خبرو د تعقیبولو لپاره یې نسبتاً نرمه ژبه وکاروله.

د ښاغلي خلیلي پر وینا، د سولې عالي شورا باید له یوې نوې کړنلارې سره د سولې د خبرو ډګر ته دننه شي.

هغه وویل "زموږ کړنلاره د طالبانو تسلیمیدل نه دي. زه باور لرم، د یوې نوې کړنلارې له مخې، چې په کې د طالبانو په ګډون، چې په جدي توګه زموږ مخالفین دي او نور مخالفین به ډیر کوچني وي، د ټولو خواو غوښتنو ته درناوی وشي، باید د هغوی نظر او غوښتنې مطالعه کړو او د هغوی نظریاتو ته په درناوي سره، د هغوی د یو لړ سالمو او ملي نظریاتو په منلو سره، موږ باید د سولې خبرې تعقیب کړو."

ښاغلي خلیلي زیاته کړه، دا روحیه، چې 'سوله یعنې د طالبانو تسلیمیدل'، باید له منځه یوړل شي. هغه تینګار وکړ، تر هغې چې دا روحیه له منځه لاړه نه شي، د سولې خبرې پرمختګ نه کوي.

خو هغه ټینګار وکړ، چې سوله د بې‌معنی امتیاز ورکولو، د قانون له چوکاټ څخه بهر او د اوسنیو لاسته راوړنو د قُرباني کولو په معنا هم نه ده.

د سولې د عالي شورا د مشر پر وینا، د سولې خبرې یو دقیق میکانیزم ته اړتیا لري، چې په کې د دواړو خواو خیر په پام کې ونیول شي.

ښاغلي خلیلي وویل، چې سوله له زړورتیا او میړانې پرته نتیجې ته نه شي رسیدلی او زیاته یې کړه، چې هغه پخپله چمتو دی تر څو د وسله‌والو مخالفینو څنګ ته لاړ شي او له هغوی سره خبرو ته کښیني.

د محمدکریم خلیلي پر وینا، نن د افغانستان د سولې د عالي شورا په اړه خلک منفي نظرونه لري او نوې رهبري باید دا شورا له دې حالت څخه بهر کړي.

هغه وویل "باید داسې حرکت پیل کړو، چې خلک یې تمه لري، خلک د سولې تمه لري، د جګړې پای غواړي او دا زموږ یو جدي ملي ضرورت دی."

د سولې د عالي شورا نوي مشر زیاته کړه، چې د جګړې پای ته رسولو او د سولې د ټینګولو په برخه کې جدي دی او د سولې د عالي شورا د بې‌اغیزېتوب په اړه به د خلکو ذهنیت بدل کړي.

د سولې د عالي شورا له جوړیدو اوه کاله وروسته، دغې شورا د خپلې عمومي مجمعې غونډه په کابل کې جوړه کړه، چې په کې د سولې د راتلونکو خبرو لپاره، د سولې د شورا له تیرو تجربو څخه پر استفادې ټینګار وشو.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د عمومي مجمعې په نوي جوړښت کې، د یو رئیس، پنځو مرستیالانو او دولسو ښځو په ګډون، ۵۸ غړي شامل دي.

XS
SM
MD
LG