د لاس رسي وړ اتصالات

زلمی خلیلزاد پر افغان سولې د بحث لپاره کابل ته راغلی


نوموړی تېره ورځ د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې کابل ته راغلی
نوموړی تېره ورځ د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې کابل ته راغلی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر افغان سولې د بحث لپاره د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې کابل ته راغلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د یکشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۲۷مه «لړم۵مه»له امریکا غږ سره خبرو کې کابل ته د ښاغلي خلیلزاد سفر تائید کړ او زیاته یې کړه، چې ټاکل شوې نوموړی نن له ولسمشر غني سره وګوري.

زلمي خلیلزاد کابل ته رسېدو وروسته له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

یوازې د ملي محاذ ګوند مشر سید حامد ګیلاني پر خپل ټوېټر لیکلي، چې په کابل کې له ښاغلي خلیلزاد سره د افغانستان پر سیاسي وضعیت، ټاکنو او سولې باندې خبرې کړي دي.

دا د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو تر لغوه کېدو وروسته کابل ته د ښاغلي خلیلزاد لومړی سفر دی چې تر سره کېږي.

زلمي خلیلزاد تر شااوخوا دوه میاشتنۍ وقفې وروسته د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۱مه د افغان سولې په اړه پاریس، مسکو او بروکسل ته سفر پیل کړ.

نوموړي اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د اروپايي ټولنې له استازو سره تر کتنې وروسته تېره جمعه په مسکو کې د افغان سولې په اړه د چین، روسیې، پاکستان او امریکا په څلور اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ.

په دغه څلور اړخیزه غونډه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پر بېرته پيلېدو موافقه وشوه.

XS
SM
MD
LG