د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان سوله؛ خلیلزاد قطر، اسلام اباد او تاشکند ته ولاړ


ښاغلی خلیلزاد به په دغه سفر کې له افغان چارواکو سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې کوي
ښاغلی خلیلزاد به په دغه سفر کې له افغان چارواکو سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ چې افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د بین الافغاني مذاکرات تر پیل کېدو مخکې د خبرو لپاره قطر، پاکستان او ازبیکستان ته سفر پیل کړی دی.

ددې وزارت د یکشنبې د ورځې جون ۲۸ (چنګاښ۸) اعلامیه وايي چې ښاغلی خلیلزاد به په دغو هېوادونو کې په دې ټېنګار کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل کېدو مخکې باید پاتې ژمنې هم عملي شي چې د تاوتریخوالي کمول او په وخت سره د بندیانو پرېښودل یې مهمې برخې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون په اساس افغان حکومت به ۵۰۰۰ طالب بندیان له زندانونو خوشې کوي او طالبان به هم په بدل کې ۱۰۰۰ افغان سرتېري پرېږدي. د دې تر څنګ طالبان باید تاوتریخوالی هم کم کړي.

افغان حکومت وايي چې دوی شاوخوا ۳۰۰۰ طالب بندیان خوشي کړي او طالبانو هم سلګونه افغان سرتېري پرېښي دي. افغان چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو یوازې تېره اونۍ د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ۲۹۰ افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونه وژلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې له ښاغلي‌خلیلزاد سره په دغه سفر کې د متحدو ایالتونو د نړیوال مالي انکشاف اجرايي مشر ادم بولر او ډله یې هم شامل دي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د افغانستان سوله، اقتصادي پرمختګ او سیمه ییز اتصال له یو بل سره نژدې اړیکې لري‌ او د یو بل ملاتړي دي.

وايي دغه امریکايي پلاوی به د افغانستان د اقتصاد د بیا رغېدو او په سیمه کې د پایداره سولې لپاره په یو شمېر برخو کې د پانګونې فرصتونه وارزوي.

اعلامیې ویلي دي‌ چې د کروناویروس له کبله سفرونه محدود شوي‌ دي‌، په همدې اساس به ښاغلی خلیلزاد او بولر به د ویدیو کنفرانس له لارې افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG