د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد او هندي چارواکي پر افغان سوله او ټول شموله حکومت غږېدلي


زلمی خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پرمهال
زلمی خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پرمهال

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان سولې بهیر د وروستیو مسائلو په اړه غږېدلی دی.

زلمی خلیلزاد تیره اونۍ له پاکستاني چارواکو او طالب استازو سره تر لیدنې وروسته د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره هند ته ولاړ.

نوموړي ویلي د تیرې جمعې په ورځ یې د هند د بهرنیو چارو له وزیر اس جیشنکر سره د افغان حکومت او طالبانو لخوا د بندیانو خلاصولو، د تاوتریخوالي کمولو او تر هغه وروسته د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو باندې خبرې کړي دي.

ښاغلي خلیلزاد د اپرېل ۱۸ (وري ۳۰) پر خپل ټوېټر په دې اړه لیکلي: "موږ دغه راز پر دې اړتیا وغږیدلو چې افغان حکومت او طالبان د بندیانو خلاصون چټک کړي، د‌ اورکم سملاسي ملاتړ وکړي، او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي. موږ د کروناوایرس د سملاسي او اوږدمهالو اغیزو په اړه هم وغږیدو."

زلمي خلیلزاد له هندي چارواکو سره په افغانستان کې د روان سیاسي کړکېچ د ژر تر ژره پای ته رسېدو لپاره د افغان مشرانو لخوا د یو ټول شموله حکومت پر رامنځته کېدو هم خبر کړې دي.

هغه ویلي امریکا د افغان سولې په اړه د هند د هڅو هر کلی کوي.

زلمی خلیلزاد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر د تیري دوشنبې په ورځ له طالبانو سره د امریکا د متحده ایالاتو د سولې هوکړه لیک کې د موجوده ستونزو په اړه له طالب استازو سره د خبرو لپاره قطر ته تللي و.

تر هغه یوه ورځ وروسته دواړو پاکستان ته سفر وکړ او د دغه هیواد له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره یې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په اړه د امریکا د هڅو په اړه خبرې وکړې.

په پاکستان کې د امریکا د سفارت د اعلامیې له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په اړه د امریکا د هڅو ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

امریکا او طالبانو د تیري فبرورۍ پر ۲۹ مه افغانستان ته د سولې راوستلو تړون لاسلیک کړ.

XS
SM
MD
LG