د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: په افغانستان کې د یوې مفکورې تحمیلول ناکامه تجربه ده


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي ویلي دي چې په افغانستان کې د یو ډول فکر او ایډیالوژۍ تحمیل کولو "ناکامه تجربه" ده او هیڅکله یې وړ نتیجې ندي درلودلي.

زلمي خلیلزاد د ازادۍ رادیو سره په مرکه کې وویل "د زور له لارې هڅه کول چې یوه مفکوره پر ټولو افغانانو باندې ومنل شي یوه ناکامه تجربه وه او ده. په ١٩٨٠ لسیزه کې کمونستانو هڅه وکړه چې خپله مفکوره واکمنه کړي چې ناکام شول؛ په ١٩٩٠ لسیزه کې مو ولیدل چې د مجاهدینو په راتگ سره څه جنجالونه راغلل؛ په تعقیب یې د طالبانو سیستم چې درې واړه ناکام وو".

ښاغلي خلیلزاد همداشان ټینگار وکړ چې د سولې مذاکراتو ته تیاری او د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو کیدل سره په موازي توگه پرمخ بوتلل شي، خو ټینگار یې وکړ چې هغه دې ته ترجع ورکوي چې د انتخاباتو له کیدو دمخه سیالۍ ډلې سره یوې موافقې ته ورسیږي.

زلمي خلیلزاد زیاته کړه چې "ددې پلوي یم چې {په عین وخت کې} انتخاباتو او سولې ته تیاری وشي. ددې طرفدار یم چې د طالبانو او افغانستان {حکومت} ترمنځ له انتخاباتو دمخه موافقه وشي".

دغه لوړپوړي افغاني الاصله امریکایي دیپلومات ویلي دي چې ددې امکان شته چې د انتخاباتو د ترسره کیدو د نیټې سپتمبر ٢٨ دمخه سیالۍ ډلې سره موافقې ته ونه رسیږي، نو لازم دي چې پدې هیواد کې د انتخاباتو کیدو ته هم تیار اوسو.

ښاغلي خلیلزاد د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکایي ځواکونه به تر راتلونکو دریو یا پنځو کالو پورې له افغانستان ووځي که نه، وویل "که په افغانستان کې د تروریزم مشکل نه وي، که افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون ته اړتیا نه وي، که د افغانستان راتلونکې حکومت، طالبان او نور اړتیا ونلري او ونه غواړي چې بهرنۍ قواوی په افغانستان کې پاته شي، ولې نه."

XS
SM
MD
LG