د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: افغانان باید پرېښودل شي چې خپل برخلیک په‌خپله وټاکي


د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د دې پر ځای چې بهرني قدرتونه پر افغانانو یو سیاسي هواری وتپي باید پرېښودل شي چې هغوی په ګډه د خپل برخلیک ‌په اړه پرېکړه وکړي.

په روسیې کې د امریکا سفارت پر خپل رسمي ویب سایټ ویلي چې ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې پرون جمعه د ډیسمبر پر اومه په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ایګور مورګلولوف سره د لیدنې پرمهال کړي دي.

بیان وايي ښاغلي خلیلزاد په دغه لیدنه کې په ټنیګار سره ویلي چې د افغانستان مسله یوازې د سیاسي خبرو اترو له لارې هوارېدای شي او افغانان باید د خپل راتلونکې په اړه په‌خپله یووالي سره تصمیم ونیسي.

دواړو خواو په دغه لیدنه کې د افغانستان د ستونزې سیاسي حل د امریکا او روسیې په ګټه بللی او ټینګار یې کړی چې د روغې جوړې په صورت کې به د ترورېزم او د مخدره موادو ګواښوونه راکم شي.

په روسیې کې د امریکا سفارت پر ویب پاڼه په دې اړه همدارنګه ویل شوي چې ښاغلي خلیلزاد او روسي چارواکو ویلي چې د افغانستان د ستونزې په هوارېدو سره به اقتصادي همکارۍ پياوړې او په دغه هېواد کې روانې ۴۰کلنې جګړې ته به د پای ټکی کېښودل شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د سولې د لارو چارو د موندلو لباره د ډیسمبر پر دوهمه د سیمې هېوادونو ته خپل ۱۸ ورځنی سفر پیل کړ.

نوموړی د خپل دریم سفر په پيل کې لوموړی پاکستان ته لاړ او له پاکستاني چارواکو سره یې د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

تر هغه وروسته ښاغلي خلیلزاد د لېندۍ پر ۱۵مه د افغان سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره د خپلې لیدنې جزئیات په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو سره شریک کړل.

نوموړی د تېرې پنجشنبې په ورځ مسکو ته ولاړ.

ښاغلی خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې په اړه په خپل دریم سفر کې روسیې ته تللی چې روسیه په تېره نومبر میاشت کې د افغان سولې په اړه د یوې سیمه ییزې غونډې کوربه وه.

په دغه غونډه کې د افغانستان د سولې د عالي شورا پر استازو سربېره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو هم ګډون کړی و.

لاوروف: د مسکو غونډې هدف بین الافغاني ډیالوګ ته لاره پرانیستل دي

روسیې ویلي و چې له دغه غونډې څخه یې هدف بین الافغاني خبرو اترو ته لار هوارول دي.

په روسیه کې د افغان سولې په اړه غونډه
په روسیه کې د افغان سولې په اړه غونډه

ښاغلي خلیلزاد له دې وړاندې هم د خپل ماموریت له پیل څخه وروسته دوه ځلي افغانستان او د سیمې هېوادونو ته سفر کړی او د افغان سولې په تړاو یې د سیمې د هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې دي.

ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپل دریم سفر په ترڅ کې، قطر، متحده عربي اماراتو، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، ته هم سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG