د لاس رسي وړ اتصالات

«بین الافغاني» خبرو لپاره جدي ګامونه نه دي اخیستل شوي ـ خلیلزاد


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وايي، د افغان سولې په اړه ځینې پرمختګونه شوي، خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د «بین الافغاني» مذاکراتو لپاره لا «جدي» ګامونه نه دي اخیستل شوي.

زلمي خلیلزاد په یوه ویډيويي پیغام کې چې په کابل کې د امریکا سفارت لخوا رسنیو ته لېږل شوی ویلي، چې لاهم د جګړې د پای ته رسولو او تلپاتې اوربند په برخه کې پرمختګونه نه دي تر سره شوي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون سې شنبه د ویډیويي پیغام له لارې په امریکا سفارت کې د ځوانو افغان رهبرانو یوې غونډې ته کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، که چیري پر ټولو «وړاندې شوو» مسائلو توافق ونشي، پر بلې هېڅ مسئلې به هم هوکړه ونشي.

خلیلزاد ویلي:" دا چې افغانستان به په راتلونکې کې نور نړۍ ته خطر نه وي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه لومړني ګامونه اخیستل شوي،خو په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره لا هم د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو په برخه کې جدي ګامونه دي اخیستل شوي."

هغه ویلي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو وخت رارسېدلی او زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې باید خوندي شي، تر څو ددغه هېواد د پرمختګ په برخه کې ورڅخه کار واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړې:"زه د امریکا متحده ایالاتو حکومت په استازیتوب دنده لرم چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له افغانانو سره مرسته وکړم او همدارنګه نړۍ هم قانع شي چې له افغانستان څخه په راتلونکي کې دوی ته خطر نه پېښېږي،په دې اړه خبرې مو له افغان حکومت او نورو ډلو طالبانو سره پيل کړي دي چې د سولې په اړه پر یوې موافقې پرمختګ وکړو، او هغه پای ته ورسوو".

خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ د دوحې ناسته چې ټاکل شوې وه روانه اونۍ تر سره شوې وای، د ګډنوالو د شمېر پر سر د ناندریو له امله لغوه شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او ښاغلي خلیلزاد یاده «بین الافغاني» غونډه د افغان سولې د پرمختګ په برخه کې یو مهم فرصت بللی او پر لغوه کېدو یې خواشیني ښودلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې په اړه د نړیوال ملاتړ راجلبولو لپاره تازه خپل اوم سفر پيل کړی دی.

ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد د خپل اوم سفر په ترڅ کې له طالب استازو سره د افغان سولې په اړه هم خبرې وکړي..

XS
SM
MD
LG