د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: که طالبان سوله ونکړي، جمهوریت غوښتونکو افغانانو سره درېږو


هغه ویلي چې جګړه کې ښکېل افغان مشران باید له رامنځته شوي فرصت نه استفاده وکړي.
هغه ویلي چې جګړه کې ښکېل افغان مشران باید له رامنځته شوي فرصت نه استفاده وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي که طالبان سوله غوره نه کړي، له جمهوریت څخه به ملاتړ وکړي.

زلمي خلیلزاد کابل او تاشکند ته تر سفر وروسته پرون جمعه د مۍ اومه (غوايي ۱۷) په برلین کې د افغان سولې په اړه د امریکا، اروپايي ټولنې، جرمني، فرانسې، ناټو، ایټالیا، ناروې او بریتانا په غونډه کې هم ګډون کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد په دې اړه په خپل ټویټر کې لیکلي: "که طالبان سوله غوره نکړي، د اجماع او جوړجاړي په اساس آینده (ونه ټاکي)، موږ به د هغو افغانانو ترڅنګ ودریږو چې د جمهوریت ساتلو هڅه کوي، د جمهوريت سیاسي یووالی اړین دی."

ښاغلي خلیلزاد ویلي چې د خبرو له لارې د جګړې د ختمېدو او سولې په اړه یوه نړیواله استثنايي اجماع رامنځته شوې ده چې له د نظامي لارې واک ته د رسېدو مخالفت کوي.

نوموړي زیاته کړې چې په جګړې کې د ښکېلو اړخونو ټول مشران باید له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره مذاکرات وکړي.

زلمی خلیلزاد پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په هلمند، بغلان، لغمان، کندهار او ځېنو نورو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

د افغان سولې په اړه امریکا او اروپا اعلامیه

بلخوا د افغان سولې په اړه د امریکا او اروپا په ګډې اعلامیې کې د طالبانو لخوا د زور له لارې د واک ته رسېدو سره مخالفت او مذاکراتو له لارې په سیاسي توافق ټینګار شوی دی.

د غونډې ګډونوالو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۵۱۳ قطعه نامې ملاتړ کړی چې د پوځې لارې په دغه هیواد کې د واک ته رسېدو سره مخالفت کوي.

د امریکا او اروپا په غونډه کې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي غندنه شوې او له ښکېلو لورو یې د تاوتریخوالي کمولو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د غونډې ګډونوالو پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې خپل پسرلني عملیات بند کړي.

د افغان سولې په اړه د امریکا او اروپا په غونډه کې همدارنګه د افغان سرتېرو پر ملاتړ هم ټینګار شوی دی.

XS
SM
MD
LG