د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست ولایت کې څه باندې ۴۰ زره ماشومان د پولیو له واکسين څخه محروم شوي دي


د روان ۲۰۱۹ ميلادي کال د اپرېل مياشتې راهيسې چې د ناامنۍ له وجهې د پوليو ضد واکسين کمپاينونه کم رنګه شوي، ټولو سيمو ته رسيده ګي ستونزمنه شوې او له کبله يې لسګونه زره ماشومان له واکسين نه محروميږي.

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر ګل محمد الدين منګل وايي د پوليو ضد وروستي فرعي کمپاين په ترڅ کې چې د نومبر مياشتې په نيمايي کې ترسره شو، د اکتوبر کمپاين په نسبت ډېر ماشومان له واکسين بې برخې شوي دي.

د ډاکټر منګل په وينا په اکتوبر کې شاوخوا ۳۰ زره ماشومان له واکسين پاتې وو، په داسې حال کې چې په وروستي کمپاين کې له دغه واکسين نه د محرومو شويو ماشومانو شمېر تر څلوېښتو زرو اوړي.

هغه زياته کړه:”په قلندر، موسی خېل او صبري ولسواليو کې هيڅ نه دي تطبيق شوي. د باک په ۹ کلاسټرو کې، د عليشېر او تريزايي په ۱۲ کلاسټرو او د سپېرې په ۵ کلاسټرو کې هم واکسين نه دي تطبيق شوي‟.

د خوست اوسېدونکی اسدالله نيازی له خلکو غواړي چې د خپلو ماشومانو په واکسينولو کې ناغيړي نه کوي.

نیازی وايي: ”دا زموږ د ټولو مسووليت دی، خصوصاً د علماوو او سپين ږيرو، چې په خپلو کليو بانډو کې واکسين ته لاره هواره کړي او په راتلونکې کې زموږ نوی نسل له دې ناوړه ناروغۍ نه وژل شي‟.

ديني عالم فقيرمحمد د ګوزڼ ناروغۍ په مخنيوي او له منځه وړلو کې د صحي کارکوونکو ترڅنګ ټولنه هم مسؤله بولي، ځکه د ده په وينا اسلام مبارک دين ګوزڼ واکسين ته پوره جواز ورکړی دی.

نوموړي وويل:”پيغام مې دا دی، چې هرڅوک بايد د ناروغيو په مخنيوي کې خپلې نهايي هلې ځلې وکړي. الله ج د هر مرض لپاره شفا او دواء نازله کړې ده، نو بايد له شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره د کورنۍ او د ټولنې ژوند وژغوري‟.

پوليو يا په ماشومانو کې فلج تداوي نه لري. ډاکټران وایي د له منځه وړلو يواځنۍ لاره يې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د هرکمپاين پرمهال د واکسين د دوو څاڅکو ورکړه ده.

له افريقايي هېواد نايجريا څخه د ګوزڼ ناروغۍ تر ورک کېدو وروسته د نړۍ په کچه افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي، چې لاهم په کې د ګوزڼ ناروغۍ وحشي ويروس پاتې دی.

XS
SM
MD
LG