د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې میشت کډوال وزیرستان ته نه ستنیږي


په خوست کې مېشت وزيرستاني کډوال وایې تر هغو چې د پاکستان حکومت د دوي د کورونو او مارکېټونو د تاوان ضمانت ور نه کړي، خپل وطن ته نه ستنېږي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې په نږدې ورځو کې له خوست څخه د وزيرستاني کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ پیل کوي.

جلال الدين چې له خپلې کورنۍ سره د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کمپ کې اوسيږي وایې چې د پاکستان پوځ د کورونو د ورانولو په خاطر باید د وزیرستان خلکو ته تاوان ورکړي.

دی وایې چې په شمالي وزيرستان کې د نظامي عملياتو پرمهال يې کورونه او دوکانونه يو مخ له منځه تللي دي.

د جلال الدین غوښتنه داده چې "موږ ته دې خپل حق ورسېږي."

د خوست د کډوالو او راستنېدونکو د چارو ریاست وایې چې شاوخوا ۹۰۰۰ کورنۍ اوس هم په ګلان کمپ او ځينو نورو سيمو کې پرتې دي.

پاکستاني چارواکو ويلي چې د روان کال د اپرېل مياشتې تر پایه به ۱۷۰۰ کورنۍ بېرته وزیرستان ته ستنې کړي.

په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د پوځ د ضرب عضب نظامي عملياتو له وجې له شمالي وزيرستان څخه خوست او پکتيکا ولایتونو ته څه باندې ۴۰۰۰۰ کورنيو پناه راوړې وه. په دې کې زياتره خلک بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوي دي.

په خوست کې د کډوالو د شورا مشر ډاکټر حيات محسود وايې چې د مهاجرت د نړيوالو اصولو پر خلاف یې د پاکستان حکومت بیرته ستنولی نه شي.

ښاغلی محسود وایې "هغه وخت بېرته خپل وطن ته ځو چې د يو اېن اېچ سي آر [د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري] د اصولو مطابق خپل حقوق موږ ته ورسېږي."

په ورته وخت کې يو شمېر کډوال شمالي وزيرستان ته په بېرته ستنېدو د ځان د خونديتوب په اړه اندېښمن دي، خو په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ نتايجو ته هيله مند ښکاري.

محسود زیاته کړه، ”موږ له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ کومې غوښتنې چې دي، پر پاکستان فشار راولي او پرې ويې مني‟.

کډوال وايي چې د پاڼ او پړانګ تر منځ ايسار پاتې دي، ځکه ستانه شوي کډوال په بنو کې د پاکستان د حکومت تر نظر لاندې په يوه کمپ کې ساتل کېږي او په خوست کې هم ورسره د نړيوالې مرستې کمې شوې دي.

په خوست کې میشت کډوال وزیرستان ته نه ستنیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

XS
SM
MD
LG