د هند په شمالي اترپردیش ایالت کې د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۰ (چنګاښ ۲۰) پولیسو وویل چې د یو بس او ټانکر د ټکر په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
د ځايي پولیسو دفتر ویلي چې بس د هغه ټانکر له شا سره ټکر کړی چې شیدې پکې بار وې. د اترپردیش اعلی وزیر یوګي ادیتیا نات دغه پېښه "زړه بوږنوونکې" بللې ده.
د هند د این ډي تلویزیون د راپور په اساس، دا بس له ختیځ بیهار څخه پلازمینې نوي ډيلي ته روان و.
ترافیکي پیښې په هند کې معمول دي. د حکومت د اټکل له مخې، په ۲۰۲۲ کې په ټول هند کې په ترافیکي پیښو کې شاوخوا ۱۶۸ زره کسان مړه شوي دي.
د مې په میاشت کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې لږ تر لږه ۲۱ کسان هغه مهال مړه شول او تر ۵۰ زیات ټپیان شول چې یو بس د پاڼ له سر څخه یوې درې ته ولوېد.
فورم \ دبحث خونه