د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په یو وسله وال برید کې لس تنه وژل شوي


د امریکا د کلورادو ایالت د بولډر ښار پولیس وایي د دوشنبې په ورځ په یو پلورنځي کې په ډزو کې ۱۰ تنه وېل شوي دي.

ددې ښار د پولیسو مشر کاریس هرولد وویل چې په وژل شویو کسانو کې یو پولیس منصبدار اریک تالي هم شامل دی چې د ډزو د خبر وروسته د پیښې ځای ته لومړی رسیدلی و.

د پولیسو مشر هرولد تیره شپه خبریالانو ته وویل چې د پېښې په تړاو یو تورن کس توقیف شوی دی او ښایي د پیښې په هکله پلټنې لږ تر لږه پنځه ورځې وخت ونیسي.

ددې سیمې څارنوال ویلي دي چې لا د وخت دمخه ده چې د دې برید د انګیزې په اړه څرګندونې وشي.

هغه وویل: «زه د قربانیانو او د کلورادو د خلکو سره ژمنه کوم چې مونږ به عدالت پلی کړو او هر هغه څه به وکړو چې پدې قضیه کې عدالت تامین شي.»

مقاماتو ویلي چې د قربانیانو د پېژندنې او کورنیو ته یې د خبرورکولو چارې روانې دي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې دا ډول بریدونه په دغه هېواد کې وسلو ته د خلکو د لاسرسي مسله رابرسیره کوي.

ټاکل شوی چې د امریکا د کانګرس د سنا د قضایي چارو کمیټه د سه شنبې په ورځ پدې مسله بحث وکړي چې د اساسي قانون او عامه درک په اساس وسله وال تاوتریخوالی راکم شي.

XS
SM
MD
LG