د لاس رسي وړ اتصالات

کوچیان: یوې خوا پاکستان بلې خوا د خوست ځینو قومونو راباندې لارې تړلي


د خوست په ولایت کې د کوچیانو او ځایي خلکو تر منځ د ځمکې پر سر جنجال روان دی.
د خوست په ولایت کې د کوچیانو او ځایي خلکو تر منځ د ځمکې پر سر جنجال روان دی.

په لوګر کې سلګونو کوچيانو په يوه اعتراضيه لاريونکې له حکومت نه غوښتي دي چې په خوست ولايت کې د کوچيانو پرمخ تړل شوې لارې پرانيزي. په خوست کې د کوچيانو او يو شمېر نورو قومونو ترمنځ د ځمکو د ملکيت په سر لانجې روانې دي، چې په نيتجه کې يې پر کوچيانو لارې تړلې دي.

دغو اعتراض کوونکو، چې د لوګر د التمور په سيمه کې د ګردېز کابل لويې لارې ته راوتلي وو، له دولت نه وغوښتل چې په خوست ولايت کې ځايي قومونه په کوچيانو د لارو له تړلو راګرځوي.

نږدې يوه اوونۍ مخکې د خوست په مرکز او تريزايي ولسوالۍ کې يو شمېر قومونو وروسته له هغه په کوچيانو لارې وتړلې، چې د ځمکو د ملکيت په سر يې يو او بل ته مورچې ونيولې.

که څه هم د خوست ځايي چاراکي وايي چې يو ځل يې د کوچيانو پرمخ لارې پرانستلې، خو د لوګر يادو شويو اعتراض کوونکو ويل چې اوس هم پر کوچيانو لارې تړل شوې او خلک له ستونزو سره مخ دي.

يوه اعتراض کوونکي وويل: ” دا کوچيان په داسې سيمو کې پراته دي، چې هغوی ښار ته خپل ناروغان نشي وړلی او د نورو اړتياوو د رفع کولو لپاره په ډېر مشکل کې دي. دا کوچيان نور څه وکړي، هغې خواته مو پاکستان نه پريږي او دغې خواته مو دا قومونه نه پريږدي‟.

په دې وروستيو کې په خوست کې د کوچيانو او يو شمېر نورو قومونو ترمنځ د ځمکو د ملکيت پر سر لانجو زور اخيستی. کوچيانو په ځينو ځايونو کې نوې ابادۍ پيل کړي، خو نور قومونه يې د ړنګېدو غوښتنه کوي.

د لوګر يادو شويو معترضينو له دولت نه وغوښتل، چې ياده مسئله جدي ونيسي او د هواري لپاره يې کوټلي ګامونه واخلي. دوی اندېښنه څرګندوي، چې که دا مسئله ژر هواره نشي، ښايي له نورو ستونزو سره مخ شي.

يوه بل اعتراض کوونکي وويل: ”که دغه مشکل حل نه شو، بيا موږ بله لار نه لرو او دا لارې به په هغو محدودو خلکو باندې تړو چې چا دا چل راښودلی. سوله ييز لاريونونه به کوو او بيا هر څه چې پېښ شول، مسئوليت به د هغو خلکو په غاړه وي‟.

بلور ته په ياده مسئله کې ښکېلو قومونو د خپلمنځي پرېکړې پر اساس ويلي، تر هغې به د کوچيانو پرمخ لارې تړلې وساتي، څو چې له کوچيانو سره د ځمکو د ملکيت په اړه له دولت سره پرېکړې ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د خوست والي حکم خان حبيبي چې د لوګر په التمور سيمه کې يې له معترضينو سره خبرې کولې، خبريالانو ته وويل، چې د دې ستونزې د حل په اړه يې کوټلي ګامونه اخيستي دي.

حبيبي وويل: ”د خوست ولسونو يو شمېر وړاندېزونه لرل، چې هلته غصب شوی دی، نظامي کمېسيون مې موظف کړی او ساحې ته تللی دی او تاسو ټول په جريان کې ياست، چې مورچلې ړنګې شوې دي، غصب ړنګ شوی دی، خو له بده مرغه هرکله چې زه راوتلی يم، بيا د يو خلکو په اشاره باندې هغوی مورچلونو ته ختلي او لارې بندې شوې دي‟.

پر خوست سربېره د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم په دې وروستيو کې د کوچيانو او ځايي قومونو ترمنځ د ځمکو او غرونو د ملکيت په سر لانجې او شخړې پېښې شوې دي.

د څېړونکو په وينا د قومونو ترمنځ لانجې او وسله والې شخړې نه يواځې د خلکو پر ورځني ژوند منفې اغېز لري، بلکې د دولتي حاکميت پر وړاندې هم ستونزې ايجادوي.

XS
SM
MD
LG