د لاس رسي وړ اتصالات

کرملین د سایبري امنیت پر یو روسي شرکت باندې د امریکا په بندیزونو انتقاد وکړ


د کسپرسکي لاب د ویروس ضد سافټویرونه
د کسپرسکي لاب د ویروس ضد سافټویرونه

کرملین د جمعې په ورځ جون ۲۱ (چنګاښ لومړۍ نیټه) د کسپرسکي لاب په نامه د سایبري امنیت شرکت باندې د متحده ایالاتو لخوا د بندیز پر پریکړې اندیښنه څرګنده کړه او د واشنګټن ډي سي دا اقدام یې د امریکایی شرکتونو په ګټه "غیر عادلانه سیالي" وګڼله.

د کرملین دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه بیان شوې چې واشنګټن د روسیې د سایبري امنیت په کسپرسکي لاب شرکت په دې دلیل بندیز ولګاوه چې د متحده ایالاتو "ملي امنیت ته ګواښ" پیښوي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې سایبري کسپرسکي لاب "په نړیواله کچه" یو خورا رقابتي شرکت دی.

هغه زیاته کړه چې د امریکا دا اقدام د متحده ایالاتو لخوا د غیر عادلانه سیالۍ غوره طریقه ده. دوی [د متحده ایالاتو مقامات] هر وخت دا ډول تاکتیکونه کاروي."

د امریکا د سوداګرۍ وزارت ویلي چې روسیه له دې سایبري شرکت څخه په استفادې ''د امریکا د وسلو د حساسو معلوماتو د راټولولو لپاره کار اخلي.''

متحده ایالاتو د کاسپرسکي لاب د ویروس ضد سافټویرونو د پلور منع کولو سربیره، د دې شرکت سره تړلې درې ادارې د هغو شرکتونو په لست کې شاملې کړې چې داسې ښکاري د متحده ایالاتو لپاره د ملي امنیت اندیښنې رامینځته کوي.

د کسپرسکي لاب شرکت په ۱۹۹۷ کې د نتالیا کسپرسکي او یوګیني کسپرسکي لخوا رامینځته شو. د دې شرکت مرکزي دفتر د روسیې په مسکو ښار کې موقعیت لري او انګلستان، فرانسې، جرمني، هالنډ، پولنډ، رومانیا، جاپان، چین، سویلي کوریا او متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ په ۳۱ هیوادونو کې استازولۍ لري.

د دې راپور یوه برخه له فرانس پرس اژانس د خبر څخه اخیستل شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG