د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د نا امنیو له کبله نژدې ۴۰زره ماشومان د ګوزڼ له واکسین پاتې


چارواکي وایي هڅه کوي چې دغو سیمو کې پاتې ماشومان واکسین شي
چارواکي وایي هڅه کوي چې دغو سیمو کې پاتې ماشومان واکسین شي

د کونړ په ولایت کې د واکسینو تېر کمپاین کې نژدې څلوېښت سره ماشومان د پولیو له واکسینو پاتې شوې دي چې چارواکي وايي هڅې یې پیل کړي تر څو د پاتې کېدونکو ماشومانو کچه راکمه کړي.

د کونړ عامې روغتیا رییس ډاکټر عزیز ساپي امریکا غږ ته وویل چې تېر کمپاین یې تر ۴۰زره ماشومان له واکسینو پاتې شوې دي، ډېر یې په هغو سیمو کې دي چې د دولت مخالف وسله وال پکې حاکم دي.

هغه وايي ځینو سیمو کې د خبرو اترو او جرګو له لارې یوې پایلې ته رسېدلي چې د واکسینو پر وړاندې مخالف ختم شي، خو بیا هم ځینې سیمې لا پاتې دي چې واکسین کولو ته اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي وویل:" د کمپاین پر وړاندې مختلف ګروپونه مخالفت کوي، ځینې یې د کینې له وجهې کوي، ځينې ګروپونو کشران مخالف کوي مشران یې نه وي خبر، ځينې زموږ سره کومک کوي. خو هڅې کوو چې دا ستونزې حل شي او په دې اړخ کې موږ ډېر کار کړی دی."

نوموړی زیاتوي چې په اړخ کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو هڅې توندې دي او هېله لري چې دغو ستونزو ته د حل په لاره کې بریالي شي.

ډاکټر عزیز ساپی وايي د پاتې کېدونکو ماشومانو واکسین کولو لپاره یې بېلابېلې لارې جوړې کړي چې هر ماشوم ته واکسین ورسېږي. په ځینو سیمو کې یې نارینه او ښځینه رضاکاران نیول او سره میاشت هم دې اړخ کې کومک کوي.

هغه زیاته کړه:" موږ اوس په ځينو ولسوالیو کې جوړې نیولي، یعنې نارینه او ښځه چې کور په کور ګرځي او واکسین کوي او همدا شان سره میاشت هم په هغو سیمو کې چې تر خطر لاندې دي هلته کار کوي او ماشومانو ته د واکسین په رسولو کې کومک کوي. نو لګیا یوو چې ډېر کار وکړو."

ولسي خلک هم وايي چې هیڅوک دې د ماشومانو د واکیسین پر وړاندې مخالفت نه کوي، ځکه که یې اولاد فلج شي نو بیا تر خپلې غاړې دی او هیڅوک یې بیا مرسته نه کوي.

محمد رفیق د کونړ په ماڼوګي اوسېږي، هغه وايي:" موږ وایو چې که یو ماشوم دلته فلج ووهي نو بیا خو یې نه طالب پالنه کوي او نه داعش نو زه غواړم چې زموږ د ماشومانو واکسین کولو مخه دې نه نیول کېږي او اجازه دې ورکړل شي چې ماشومان واکسین شي."

دوی وايي که قومي جرګې جوړې شي تر څو له هغو خلکو سره خبرې وکړي چې د واکسینو پر وړاندې خنډ دي نو دغه ستونزه حلیدلی شي.

XS
SM
MD
LG