د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز خلک د وژنو او اختطاف پیښو اندیښمن کړي


په کندز کې له هغه وخت راپه دیخوا چې دوه ځل دغه ولایت د طالبانو په لاس سقوط شو .د ښار په منځ کې د پولیسو، عامو خلکو او سوداګرو وژل او یا اختطاف زیات شوی دی

پولیس وايي چې دوي په دې وروستیو کې یو شمیر هغه کسان چې په جنايي جرمونو تورن وو نیولي دي.

د ولایتي شورا غړي هم په کندز کې د وژنو او اختطافونو په اړه د چارواکو د نه پاملرنې یادونه کوي او وايي چې د اختطاف پیښې زیاتې شوي دي.

د کندز اوسیدونکي وايي چې په تیرو دوه اونیو کې تقریبا ۸ تنه د کندوز د ښار په داخل کې د وسله والو کسانو له خوا وژل شوي او وسله وال تښتیدلي دي

په ښار کې له وژنو پرته له تیرو دریو کالو راپه دیخوا د ماشومانو او سوداګرو د اختطاف پیښې هم زیاتې شوي دي، د یوې کورنۍ دوه غړي پلار او ځوی د دوه میاشتو په موده کې په بیلا بیلو وختونو تښتول شوي او لا یې هم درک نه دی معلوم.

خو د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر صفی الله محزون وايي چې په تیره هفته کې یې د کندوز په ښار کې د وژنو، غلا، او اختطاف په تور څو تنه وسله وال نیولي دي.

د کندز خلک له امنیتي حالاتو څخه په داسې حال کې اندیښمن دي چې په تیرو دوه هفتو کې د ښار په بیلا بیلو سیمو کې ملکي او نظامي کسان ووژل شول، او څو نورو کسانو پرته د یوې کورنۍ پلار او ځوی د اختطافچیانو له خوا تښتول شوي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG