د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن په جګړې انتقاد له کبله سعودي، بحرین او کویټ له لبنان خپل سفیران وایستل


د کویټ نه وړاندې سعودي عربستان او بحرین هم د لبنان نه خپل سفیران ایستلي.
د کویټ نه وړاندې سعودي عربستان او بحرین هم د لبنان نه خپل سفیران ایستلي.

کویټ د لبنان نه خپل سفیر بیرته ورغوښتی او د هغه هیواد استازي ته یې ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې بیرته خپل هیواد ته ستون شي.

د کویټ د بهرنیو چارو وزارت په یوې لنډې اعلامیې کې چې سرکاري خبري اژانس خپره کړې نن شنبه اکټوبر ۳۰ (لړم۸) ویلي چې "کویټ خپل سفیر را غوښتی او د لبنان استازي ته یې د وتلو لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی".

د کویټ د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې د خپل سفیر راغوښتلو او د لبنان د سفیر ایستلو پریکړه یې ځکه کړې چې د لبنان حکومت پدې کې پاتې راغلی چې د سعودي عربستان او د خلیج د همکارۍ د شورا د نورو غړیو هیوادونو په هکله د منلو نه وړ او غندنې وړ څرګندونو په هکله اقدام وکړي.

د خلیج د همکارۍ په شورا کې سعودي عربستان، کویټ، عربي متحده امارات، بحرین، عمان او قطر شامل دي.

عربي متحده اماراتو بیا یوازې د لبنان د اطلاعاتو د وزیر د دې څرګندونو په غبرګون کې د هغه هیواد استازی احضار کړی و.

د کویټ نه وړاندې سعودي عربستان او بحرین هم تیره ورځ د لبنان نه خپل سفیران وروغوښتل او د لبنان استازي نه یې د وتلو غوښتنه وروسته تر هغه وکړله چې د هغه هیواد د اطلاعاتو وزیر جورج کورداهي د یمن په جګړې انتقاد وکړ.

ښاغلي کورداهي په یوې تلویزیوني مرکې کې ویلي چې په یمن کې حوثي یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی د "بهرني تیري په مقابل کې د ځان دفاع کوي". وزیر همدارنګه ویلي و چې ائتلافي ځواکونو په یمن کې کورونه، کلي او جنازې بمبارد کړیدي.

د لبنان دې چارواکي همدارنګه په یمن کې جګړه "بې ځایه" وبلله او زیاته کړې یې وه چې اوس یې د بندولو وخت راغلی.

په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونه په نړیواله کچه د پیژندل شوي حکومت په ننګه په حوثي یاغیانو هوایي بمبارۍ کوي.



XS
SM
MD
LG