د لاس رسي وړ اتصالات

له ١٨ تر ٦٠ کلنو پورې باید ٧ ساعته خوب وکړي


د خوب اندازه د انسانانو د عمر په تناسب مختلفه ده. هغوی چې د ١٨ نه تر ٦٠ کلونو پورې عمر لري د شپې لږ تر لږه اوه ساعته خوب ته اړتیا لري.

بې خوبي "ډي ان ای" یا جنسي خواصو ته تاوان رسوي او د بدن دفاعي قوه کمزورې کوي چې ونشي کړای هغه بیرته ورغوي.

یوې نوې څیړنې همداشان ښودلې چې بې خوبي کیدای شي د ارثي ناروغیو لکه سرطان د اخته کیدو چانس زیات کړي.

د هانگ کانگ پوهنتون د بې خوبۍ اثر پر محلي ډاکترانو باندې څیړلی او موندلي یې دي هغوی چې د شپې له خوا یې کار کاوه جنسي خواصو ته یې زیات زیان رسیدلی او د کم خوبۍ په وجه یې د بدن هغه دفاعي قوه کمزورې شوې چې جنسي خواص ترمیموي.

څیړنو د یو عامه محلي روغتون ۴٩ روغ رمټ ډاکتران تر مطالعې لاندې ونیول چې د هغوی له ډلې نه ٢۴ تنو یې د ماښام نه تر سهاره د شپې له خوا دنده ترسره کوله او پاتې ٢٥ ډاکترانو په عاجله څانگه کې کار نه کاوه.

د دریو ورځو سم خوب وروسته ددغو ټولو ډاکترانو وینې معاینه شوې او د هغو ډاکترانو د وینو اضافي معاینه هم وشوه چې د شپې له خوا یې کار کاوه.

څیړونکو وموندل په عمومي توگه د هغو ډاکترانو ارثي خواص چې د شپې له خوا یې کار کاوه د هغو په پرتله چې په عادي وخت کې یې کار کاوه ٣٠ فیصده زیانمن شوي وو. دغه زیان ٢٥ فیصده نور هم هغه وخت زیات شو چې د شپې له خوا په بې خوبۍ اخته شول. همداشان شان د دوی د ارثي خواصو په رغونه کې د بدن د دفاعي سیستم فعالیت هم ورو شوی و.

خو پدغه څیړنه کې دا ندي ذکر شوي چې ولې کم خوبي د داسې وضعیت سبب کیږي.

ددې څیړنې یو لیکوال ډاکتر گوردن وانگ تین چون وایي "دا یوه ابتدایي څیړنه ده، خو جوتوي چې د خوب گډوډي تاسې او ستاسو ارثي خواصو ته ښه نده".

ارثي خواصو ته زیان رسیدل پدې معنی دي چې د حجراتو د ودې او د ارگانیزم د فعالیت لپاره د ارثي خواصو په ابتدایي جوړښت کې بدلون رامنځ ته کیږي او د بدن د مالیکولونو د تازه کیدو پر وخت دغه بدلون بیرته نه رغیږي.

ډاکتر وانگ وایي دا کار کیدای شي سترې روغتیایي ستونزې رامنځ ته کړي او د سرطان په څیر د ارثي ناروغیو ودې ته زمینه برابره کړي.

ډاکتر وانگ ددغې څیړنې په هکله چې پدې وروستیو کې د امریکا په طبي ژورنال کې خپره شوې وایي، ددغې څیړنې پایلې ښایي پر نورو خلکو باندې هم تطبیق شي چې د ډاکترانو په څیر د شپې له خوا کار کوي.

ډاکتر وانگ وایي دوی هیله من دي چې خلک د خوب د اهمیت په اړه خبر کړي. هغه زیاتوي "ښایي تاسې د خپل خوب (عادتونو) ته پاملرنه وکړئ او خوب سره په لږ درناوي رفتار وکړئ".

XS
SM
MD
LG