د لاس رسي وړ اتصالات

لښکرګاه کې ۴۸٪ زده‌کوونکي درسي کتابونه نه لري


د هلمند ولایت د پوهنې د وضعیت په اړه د ودان افغانستان په نوم د یو ګوند تازه تحقیقي رپوټ ښيي، چې په لښکرګاه ښار کې نږدې ۵۰ فیصده زده‌کوونکي، له کتابونو څخه بې‌برخې دي او د خپلو ښوونځیو کتابونه له بازار څخه د پيسو په بدل کې پیري.

دغه تحقیقي رپوټ چې د لښکرګاه د ۲۵ ښوونځیو له ۷۵۰ زده‌کوونکو سره د مرکو له لارې ترتیب شوی، نږدې ۶۰ فیصدو یې د کتابونو د نشتوالي په ستونزه کې د هلمند د پوهنې ریاست ګرم ګڼلی او څه باندې ۴۰ فیصدو د دغې ستونزې مسولیت د پوهنې وزارت او د ښوونځیو د ادارو په غاړه اچولی دی.

دغه ګوند په خپل رپوټ کې ویلي، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې۴۰ فیصده زده‌کوونکي له ښوونځیو څخه کتابونه ترلاسه کوي، ۳۸ فیصده یې له بازار څخه پیري او ۹ فیصده نورو د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله کتاب ته لاسرسی نه لري.

د رپوټ پر بنسټ ۱۳ فیصده زده‌کوونکي بیا خپل نیمايي کتابونه له ښوونځیو او پاتې له بازار څخه ترلاسه کوي.

په رپوټ کې راغلي "له ترلاسه شویو شمیرو څرګندیږي، چې لښکرګاه کې هر زده‌کوونکی په منځني ډول له څلورو تر پنځو پورې کتابونه په بازار کې په خپلو پیسو رانیسي. هلمندي زده‌کوونکي د هر کتاب د رانیولو لپاره په اوسط ډول ۳۱.۵ افغانۍ لګښت پرې کوي".

د دغه ګوند موندنې ښيي، چې په لښکرګاه کې د ښوونځیو زده‌کوونکي هرکال په اوسط ډول څه باندې لس میلیون افغانۍ د کتابونو په رانیولو لګوي.

رپوټ کې راغلي، چې په هلمند کې د ښوونځي د کتابونو نشتوالي ستونزې، د زده‌کړې عادي بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی او ځینو مافیايي کړیو ته یې په غیرقانوني توګه د کتابونو د سوداګرۍ زمینه برابره کړې ده.

د ودان افغانستان ګوند وايي، هغه شمیر زده‌کوونکي چې کتابونو ته لاسرسی لري ویلي یې دي، چې دوی ته کتابونه د دریو میاشتو د رخصتیو پر مهال نه بلکې د تعلیمي کال په پیل کې ویشل کیږي.

دغو زده‌کوونکو ټینګار کړي، چې د پوهنې وزارت باید د درې میاشتنیو رخصتیو په پیل کې پر زده‌کوونکو کتابونه وویشي، تر څو د اماده‌ګۍ په موخه ورڅخه زیاته ګټه پورته کړي.

د ودان افغانستان ګوند اړوندو حکومتي ادارو ته وړاندیز کړی، چې د کتابونو د نشتوالي ستونزې د لرې کولو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي، په بازار کې د درسي کتابونو په پیر او پلور بندیز ولګوي او د راتلونکي تعلیمي کال لپاره د کتابونو د ویش سیستم له وړاندې جوړ کړي.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ۶۵ ښوونځي شته چې له دې شمیرې اته ښوونځي غیرفعاله دي.

په دغو ښوونځیو کې نږدې ۶۶ زره زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي، چې څه دپاسه ۲۱ زره یې نجونې دي.

XS
SM
MD
LG