د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د پښتنو ملتپالو مشرانو کې د یووالي نشتوالي پښتانه زیانمن کړي- څېړونکي


د هدفي وژنو په خلاف د شمالي وزیرستان د ولسونو اعتراضیه ناسته
د هدفي وژنو په خلاف د شمالي وزیرستان د ولسونو اعتراضیه ناسته

د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې پښتانه ملتپال ګوندونه د پښتنو د حقونو لپاره له کلونو راپدېخوا مبارزه کوي، خو د دغو ګوندونو مبارزه تر ډېره له یو بله جدا او تر اوسه د یو چتر لاندې متحد شوي نه دي، چې له کبله یې د کتونکو په باور، د پښتنو د حقونو غوښتنه زیانمنه شوې ده.

کارپوه ناصر داوړ وايي، "پښتانه په یوه خبره اتفاق کړی چې دوی به کله هم متحد نشي." د داوړ په خبره، تر هغه چې پښتون ملتپاله ګوندونه سره یو نشي، او د پښتنو د ستونزو د حل لپاره نوي کهول ته وخت ورنکړل شي، پښتانه خپل حقونه نشي ترلاسه کولای.

په پاکستان کې پښتانه ملتپال ګوندونه له ډېرې مودې راهیسې د پښتنو د غږ پورته کولو او د دوی د حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي. خو د دې سره چې پښتانه پخپلو سیمو کې طبیعي وسایل لري او لوي شمېر نفوس یې لوستي دي، دوی بیا هم له اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخامخ دي.

شنونکي په سیمه کې د پښتنو د ستونزو د نه حل کېدو لامل د پښتنو ملتپالو ګوندونو ځانځاني بولي.

ناصر داوړ زیاته کړه: "د خیبرپښتونخوا هرې سیمې ته که وګورو نو ښه تعلیم یافته او هوښیار خلک شته چې په دې سیاسي ګوندونو کې یې ګډون کړی دی خو بیا هم په یوه پلیټفارم باندې نه دي راټول شوي، ځکه چې دوی نه غواړي یو ځای شي."

شنونکي د پښتنو په سیمه کې د ترهګرۍ او ورسره د پخوانیو سیاستوالو له لوري د پښتنو پر سیاست حاکمیت د پښتنو ملتپاله ګوندونو د ویش لاملونه ګڼي. یو شمېر کتونکي

پدې باور دي چې ځوان کهول له زړو سیاستوالو څخه ستړی او نوی مشرتابه غواړي.

د پېښور پوهنتون استاد، سعید عرفان اشرف، د پښتنو د مشرانو د وېشل کیدلو تر شا د ترهګرۍ لاس بولي او تور لګوي چې دغه مشران نه غواړي نویو ځوانانو ته فرصت ورکړي.

هغه وویل: "دوی یو خوا د طالبانو له کبله زیانمن شوي او له منځه تللي دي او بل خوا د دولت د پالیسیو سره یې خپل فکرونه او پالیسیانې نوې نکړې او نه هم ځوانانو ته اجازه ورکوي. په دې کې محمود خان اڅکزي لوی مثال دی چې هاغه ځوانان چې نه غواړي د زړو نظریاتو سره یی نمایندګي وشي، خو دوی نوي افکارو ته لاره نه ورکوي چې له کبله یې داسې ګوندونه له منځه ځي." خو محمود خان اڅګزی او د ګوند ملګري یې تل ټېنګار کوي چې له توپیر پرته د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د قومي اسمبلۍ پخوانۍ غړې بشرا ګوهر هم د پښتنو د ستونزو د حل لار د پښتون ملتپاله ګوندونو په یوموټي کېدو کې ګوري او وایي د یو ګډ سیاسي دریځ درلودل د حل یوازنۍ لاره ده.

بشرا ګوهر وویل: "په سیاست کې اختلافات شته خو موږ ټول په یوه اجنډه سره راتلای شو. نو پکار ده چې یو ځای شو ځکه چې د پښتونخوا په خاوره کې یو ځل بیا یرغل شوی. کله چې د قام خبره راځي نو اړینه ده چې ټول متحد وي."

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتي اسامبلیو او د پاکستان د استازو په جرګه، او قومي اسامبلۍ کې د وروستیو ټاکنو په پایله کې د پښتنو ملتپالو ګوندونو استازیتوب د پخوا په پرتله کم شوی دی.

اټکل دا دی چې که د پښتنو ملتپاله ګوندونه خپلمنځي ګډ دریځ ونه نیسي، د پښتنو په سیمو کې به نه یوازې ناامني پراخه شي، بلکې په را روانو ټاکنو کې به یې په سیاسي ډګر کې برخه نوره هم کمزورې شي.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG