د لاس رسي وړ اتصالات

لارېل مېلر: د نظامي لارې تعقیب د جگړو سبب کېږي نه د چټکې بریا


لاریل میلر د ٢٠١٣ نه تر ٢٠١٧ نیمايی پورې د پاکستان ا و افغانستان لپاره د د بهرنیو چارو د وزارت له خوانه دخاص ا ستازي مرستیاله او بیا سرپرسته وه.
لاریل میلر د ٢٠١٣ نه تر ٢٠١٧ نیمايی پورې د پاکستان ا و افغانستان لپاره د د بهرنیو چارو د وزارت له خوانه دخاص ا ستازي مرستیاله او بیا سرپرسته وه.

دا منطقی خبره ده چی داسی فکر وشی چی طالبان هم په دې پوهېږي چی نظآمی یریاته لاره اسانه اوچټکه نده. ان که امریکا له افغانستان څخه ووزی . طالبان تراوسه پورې ستر ښاری مرکزونه ندی نیولي

لاریل میلر د ٢٠١٣ نه تر ٢٠١٧ نیمايی پورې د پاکستان ا و افغانستان لپاره د د بهرنیو چارو د وزارت له خوانه دخاص ا ستازی مرستیاله او بیا سرپرسته وه. پردې سر بیره ېې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د مشرې سلاکارې وظایف سرته رسولي دي.

لاریل میلر دافغانستان د سولی د پلان په نامه پېشنهادی طرح لیکلی او خپره کړېده.

لاریل میلر پرون د امریکا غږ آشنا تلویزیون له نسیم ستانیزي سره په واشنگټن ډي سي کې دافغانستان د سولی، اوربند، اوامریکا يی د وتلو اونه وتلو پر عواقبو خبرې کړې دي.

لارېل میلر وايي دې د سولې په وړاندېز کې په محلي کچې هم ځیني نظرونه شامل کړي دي. مثلا ایا طالبان به له ټاکنو سره موافق وي که نه؟ هغوی تراوسه څه نه دي ویلي. او نه ېېپه تیرو وختونو کې انتخابات کړي. د افغانستان د حکومتدارۍ د راتلونکي لپاره د دوی لید لوری څه دی؟ هغوی په دې اړهم څه نه دي ویلي. طالبانودا ویلي دي چې د پڅوا په څیر اسلامي امارت بیا نه جوړوي، خو ایا امیر به ولري؟ دا یې هم نه دي ویلي، دا یوه مهمه پوښتنه ده."

د سولې لار – لورل مېلر
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:54 0:00

پخوانۍ دیپلوماته لارېل میلر وايي زه خصوصی معلومات نلرم خو د خپلو معلوماتو له مخې ویلی شم چی دعسکرو احتمالی وتل د سولی په روانو مذاکراتو پورې اړه نلري.

زه فکر کوم دا جلا پریکړه ده چی دامریکا د پوځ حضور پورې په افغانستان کې اړه لري. دامریکا پوځ په دې باور دی چی دوی دیوڅه بدلونو نه وروسته هم کولی شی نامعلوم وخت پوې هلته پاتی شی. له بل پلوه داهم مهمه ده چی د څلورو زرو عسکرو په کمیدو سره ، د امریکا د عسکرو شمیر بیرته هغه شمېر ته رسیږی چی کله ولسمشر ټرمپ د خپل جمهوری ریاست په دوره پیل وکړ.

XS
SM
MD
LG