د لاس رسي وړ اتصالات

دپلوماتان: لاوروف د جي۲۰ کنفرانس څخه 'په غوسه' ووت


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ د جولای په اتمه (چنګاښ ۱۷) وروسته له هغه د جې۲۰ یا د نړۍ د شلو سترو اقتصادونو له غونډې په غوسه ووت چې لویدیځو ځواکمنو هیوادونو پر اوکراین باندې د مسکو پر پوځي یرغل نیوکې وکړې.

د جي ۲۰ کنفرانس د اندونیزیا په بالي ښار کې جوړ شوی او روسیه هم د دې ډلې غړیتوب لري.

واشنګټن او متحدینو یې تر غونډې مخکې د روسیې برید وغانده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په وینا، لوېدیځو متحدینو د تړلو دروازو تر شا، د لاوروف په حضور کې په پراخه کچه پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل وغانده.


بلینکن وویل چې د جي۲۰ ډلې غړو پدې کنفرانس کې پر اوکراین د روسیې د تیري د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.

پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شو، دا لومړی ځل دی چې د امریکا او روسیې جګپوړي ډیپلوماتان د دغې ډلې د نورو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د جي۲۰ په کنفرانس کې ګډون کړی دی.

اندونیزیا هم چې د دغه کنفرانس کوربه توب کوي، له روسیې غوښتي چې د اوکراین کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي.

خو دپلوماتانو ویلي، لاوروف پداسې حال کې له کنفرانس څخه ووت چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک پر اوکراین د روسیې پر پوځي یرغل انتقاد وکړ.

د دپلوماتانو په وینا لاوروف مخکې له دې چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولیبا آنلاین خبرې وکړي د جې۲۰ کنفرانس پریښود.

په همدې حال کې لاوروف خبریالانو ته وویل: "زموږ لویدیځ ملګري هڅه کوي چې د نړۍ د اقتصادي ستونزو په اړه خبرې ونه کړي. له هغه وخت راهیسې چې دوی خبرې پیل کړي دي، دوی پر روسیې سختې نیوکې وکړې."

بلینکن د لاوروف سره د لیدنې څخه ډډه وکړه او بدل کې یې روسیه د نړیوال خوراکي کړکیچ په رامینځته کولو تورنه کړه او له مسکو څخه یې وغوښتل چې د جنګ ځپلي اوکراین څخه د غلو بار وړلو ته اجازه ورکړي چې بهر ته انتقال شي.

تر دې مخکې لاوروف خبریالانو ته ویلي و، چې روسیه به د خبرو لپاره واشنګټن "پسې" منډې ونه وهي، ځکه چې د هغه په وینا روسیې نه، بلکې امریکا له مسکو سره اړیکې پرې کړې دي.

د جي۲۰ په کنفرانس کې حاضرو دپلوماتانو ویلي چې بلینکن د تړلو دروازو تر شا روسي چارواکو ته په خطاب کې وویل: "زموږ روسي همکارانو ته: اوکراین ستاسو هیواد نه دی. غلې یې ستاسو غلې نه دی. تاسو ولې بندرونه بند کړي؟ تاسو باید غلو دانو ته د انتقال اجازه ورکړئ."

XS
SM
MD
LG