د لاس رسي وړ اتصالات

عدلیې وزارت: د هغو افغانانو شمیر کم شوی چې خپل تابعیت پریږدي


افغان چارواکي وایي د ملي وحدت حکومت له پیل څخه تر اوسه د هغو کسانو شمیر لږ شوی چې خپل افغاني تابعیت پریږدي او نورو هیوادونو ته پناه وړي.

د عدلیې وزارت د چارواکو پر وینا د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۳ کلونو تر منځ هر کال په افغانستان کې زرو کسانو د بل هیواد د تابعیت اخیستلو لپاره له خپل افغاني تابیعت څخه لاس اخیستی دی،خو دروان کال له پیل څخه تر اوسه یوازې اته سوه کسانو د خپل افغاني تابعیت د پریښودلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د عدلیې وزارت د وروستي رپوټ له مخې پهدې هیواد کې د ملي وحدت حکومت له پیل څخه د تابعیت پریښودونکو کسانو شمیر اته سوه کسانو ته رسیږي چې دا شمیره دیارلس سوه او درې نویم کالکې زرو کسانو ته رسیدله.

ددې وزارت ویاند امان ریاضت د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د نورو کلونو په پرتله د افغاني تابعیت پریښودونکو کسانو په شمیر کې کموالی راغلی دی.

"د ملي وحدت حکومت له جوړیدو څخه وروسته ۸۰۰ کسانو له افغان حکومت څخه د تابعیت پریښودلو غوښتنه کړې، چې د نورو کلونو په پرتله په دې شمیرو کې ۲۰۰ کسانو کموالی راغلی دی."

د افغانستان هندوان او سیکان چې پخوا یې شمیر څه باندې ۲ سوه زرو ته رسیده، خو د ناامنیو او په تیره بیا د کورنیو جګړو له امله له دغه هیواد څخه کډوالۍ ته اړ شول او اوس یې شمیر یوازې ۱۴۰۰ تنو ته رسیږي، چې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې ژوند کوي.

په مشرانو جرګې کې د هندوانو او سیکانو استازې انارکلي هنریارامریکا غږ ته وویلهغه افغاني هندوان او سیکان چې بل هیواد په ځانګړې توګه هند ته یې پناه وړله له خپل افغاني تابعت څخه نه وه تیر شوي، خو په ۲۰۰۲ کال کې د هند حکومت په خپل قانون کې تعدیلات راوستل، چې له مخې یې هغه کسان چې په هندوستان کې د تابعیت غوښتنه کوي باید خپل اصلي تابعیت پریږدي.

"اوس افغان هندوان او سیکان په هغو هیوادونو کې دي چې یو تابعته دي او څوک چې ورته پناه وړي باید له خپل تابعیت څخه تیر شي،خو مخکې داسې نه ؤ، د افغان سکانو او هندوانو غوښتنه داده چې هم افغاني تابعیت ولري او هم د بل هیواد تابعیت."

د عدلیې وزارت د چارواکو پر وینا اوس په افغانستان کې د تابعیت پریښودلو او تابعیت اخیستلو قانون شتون لري او سربیره پر دې چې افغانان بل هیواد ته د پناه غوښتنې لپاره له خپل تابعیت څخه تیریږي، یو شمیر بهرني اتباع بیا د افغاني تابیعت اخیستلو ته مخه کوي.

ددې وزارت د شمیرو له مخې له ۱۳۸۴ کال څخه نیولې تر ۱۳۹۳ کاله پورې ۱۹۲ بهرنیو اتباعو په افغانستان کې پناه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG