د لاس رسي وړ اتصالات

په لیبیا کې د جګړې ښکیلو غاړو اوربند وکړ


په لیبیا کې د ۲۰۱۱ کال راپدیخوا ګډوډي روانه ده.
په لیبیا کې د ۲۰۱۱ کال راپدیخوا ګډوډي روانه ده.

د لیبیا حکومت او مخالفینو د شخړو د پای ته رسولو لپاره د اوربند اعلان کړی.

په پایتخت طرابلس کې د صدراعظم فایض السراج په مشرۍ د ملي یووالي حکومت چې نړیوالو هم په رسمیت پیژندلی او په ختیځ کې د خلیفه هفتار په مشرۍ ملیشو د شخړو د پای ته رسولو په هکله بیلې بیلې اعلامیې خپرې کړي.

دغو اعلامیو په لیبیا کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره هیلې پیدا کړي.

په لیبیا کې د ۲۰۱۱ کال راپدیخوا چې د ولسي پاڅون نه وروسته د ناټو په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د معمر قذافي حکومت ړنګ کړ، شخړې پیل شوې.

سلګونه زره خلک پکې بې کوره شوي او د تیلو له پلوه دغه غني هیواد د غیرې قانوني مهاجرینو د قاچاقبرانو او وسله والو ډلو لپاره په آزاد میدان بدل شو. لیبیا اوس دوه حکومت لري.

په طرابلس کې د ملي یووالي حکومت او په ختیځ کې د خلیفه هفتار د نظامي جنرال د قوماندې لاندې ملیشو حکومت اعلان کړی.

د هفتار ملیشو ۱۴ میاشتې کیږي چې د طرابلس د نیولو لپاره تعرضي عملیات کوي خو ترکیې د ملي یووالي د حکومت ملاتړ ته رادانګلي او د خلیفه هفتار ملیشې د جون په میاشت کې مجبورې شوې چې شاتګ وکړي.

د ملي یووالي د حکومت مشر خپلو ټولو پوځي ځواکونو ته امر کړی چې په عاجله توګه اوربند وکړي او په ټول هیواد کې نظامي عملیات بند کړي.

پخپله خلیفه هفتار چې ځان د لیبیا د ملي پوځ مشر بولي تر اوسه څه ندي ویلي خو په ختیځه برخه کې پارلمان چې د هفتار ملګري دي، په یوې اعلامیې کې په ټول هیواد کې د دښمنیو د پای ته رسولو غوښتنه کړ.

دواړو ډلو د کرونا وبا د جګړې د پای ته رسولو دلیل بللې.

د بهرنیو هیوادونو لاسوهنې په لیبیا کې وضعیت لا پسې خراب کړی. داسې ویل کیږي چې روسیه او عربي متحده امارات د خلیفه هفتار په مشرۍ د ملي پوځ ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG