د لاس رسي وړ اتصالات

وزن پورته کول د زړه ناروغۍ مخه نیسي - څیړنه


هغوی چې د اونۍ یوه ورځ هم وزن پورته کوي، د نورو په پرتله د زړه په ناروغۍ کم اخته کیږي
هغوی چې د اونۍ یوه ورځ هم وزن پورته کوي، د نورو په پرتله د زړه په ناروغۍ کم اخته کیږي

د یوې نوې طبي څېړنې له مخې په اونۍ کې یو وارې د وزن پورته کولو تمرین د زړه په نارغیو د اخته کېدو چانس۵۰سلنه کموي.

څیړنه وايي هغوی چې د اونۍ یوه ورځ هم د وزن پورته کولو تمرین او ورزش کوي، د هغو خلکو په پرتله چې دا کار نکوي، د زړه په ناروغۍ کم اخته کیږي.

دا نوې څېړنه د طب، ساینس او ورزش په نامه په یوې میاشتنۍ مجلې کې خپره شوې ده. څېړنه وايي چې د وزن پورته کولو تمرین د ماغزو د سکتې، د زړه او د زړه د والونو په ناروغۍ د اخته کېدو مخه نیسي.

په دغې څېړنې کې تر ۱۲۵۰۰ څخه زیات کسان، چې په اوسط ډول یې عمرونه ۴۷ وو، پوښتل شوې او ارزول شوي دي.

د دوی له ارزولو وروسته څېړونکي دې نتیجې ته ورسېدل چې حتی د اونۍ یوه ورځ هم د وزن پورته کولو تمرین د دغو ناروغیو په مخنیوي کې اغیزناک رول لوبولی شي.

خو څېړونکو دا خبره هم کړې ده چې د دوی د علمي موندلو د لا ښه ثابتولو لپاره په دغه برخه کې نورو علمي څېړنو ته ضرورت دی.

XS
SM
MD
LG