د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانانو لپاره امریکا ته د راتګ محدود شمیر ځانګړې ویزې په فیلیپین کې طی مراحل کیږي


فیلیپین او متحده ایالاتو توافق کړی چې امریکا ته د راتګ لپاره افغان وګړو ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې په موقته توګه په مانیلا کې طی مراحل کړی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه اګست ۱۹ (زمري ۲۹) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د توافق له مخې به افغان وګړي چې د SIV ویزو له لارې متحده ایالاتو ته راتګ غواړي، په موقتي توګه په فلیپین کې پاتې شي.

د دې توافق له مخې به د SIV ویزو محدود شمیر متقاضیانو په اسنادو باندې په فیلیپین کې کار کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې دا پروسه به څه وخت پیلیږي او دا یې هم نده په ډاګه کړې چې څومره ویزې به طی مراحل کوي.

په توافقنامې کې به واشنګټن افغان کډوالو ته په فیلیپین کې چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې په اسنادو یې کار کیږي، خوراکي مواد، د اوسیدو ځای، امنیت، روغتیایي خدمات او ترانسپورت په برخې کې مرستې برابروي.


د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د دواړو هیوادونو تر منځ موافقتنامه د اغیزمنتوب په خاطر د "کورني نهایي طرزالعمل لاندې" ده.

د امریکا لپاره د فیلیپین سفیر هوزې مانیول روموالدیز تیر کال ویلي و چې دې هیواد ته د راتګ لپاره نږدې ۵۰ زره افغانانانو د ویزو غوښتنه کړې چې د هغو افغانانو کورنۍ هم پکې شاملې دي چې د افغانستان مخکني حکومت لپاره یې کار کاوه.
متحده ایالاتو دا پلان تیر کال د لومړي ځل لپاره په ډاګه کړ خو د امنیتي او ځینو نورو دلایلو له کبله د کورني مخالفت سره مخ شو.

د امریکا متحدو ایالتونو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه واېستل چې ورسره مخکنی حکومت ړنګ او طالبان بیا په افغانستان باندې واکمن شول. د جوبایډن حکومت وايي چې دا معامله ورته د دونالډ ټرمپ د حکومت څخه ورپاتې وه او بله لاره یې نه لرله. د ټرمپ حکومت په قطر کې له طالبانو سره تړون وکړ چې په اساس یې امریکايي ځواکونه باید له افغانستان څخه وتلای وای.

له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا څه باندې ۱۰۰زره افغانان، چې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، د مخکني حکومت کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان او نور فعالان په کې شامل وو، د انتقال په پروسې کې له افغانستان څخه امریکا او نورو هېوادونو ته واېستل شول. خو لا هم زرګونه هغه کسان،‌ چې د بهرنیو ځواکونو سره یې دندې ترسره کړې وې، پاتې دي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر د میاشتې په راپور کې ویل شوي وو چې ۶۷۰۰۰ کسان، چې د مهاجرت ځانګړو ویزو ته برابر دي، وروستۍ تائیدۍ ته منتظر دي او ۱۱۰۰۰ نور افغانان بیا خپلو مرکو ته سترګې په لار دي.

د افغانانو لپاره د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروګرام په ۲۰۰۹ کال پیل شو، د امریکا کانګرس په تېرو څو کالونو کې ۳۸۵۰۰ دا ډول ویزې تائیدې کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هره میاشت ۱۰۰۰ دا ډول ویزې صادروي او که نورې ویزې ونه منل شي، د مهاجرت د ځانګړو ویزو له لارې به د افغانانو د انتقال پروګرام د روان کال د اګست په میاشت کې ختم شي. اوس د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروګرام تر ۲۰۲۶ کال پورې وغځېده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG