د لاس رسي وړ اتصالات

مکرون: کوم ممانعت نشته چې فرانسه د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني


د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په پلازمینه پاریس کې د اردن له پاچا دویم عبدالله سره د یو ګډ خبري کنفرانس پرمهال
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په پلازمینه پاریس کې د اردن له پاچا دویم عبدالله سره د یو ګډ خبري کنفرانس پرمهال

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د جمعې په ورځ، فبرورۍ ۱۶( سلواغې ۲۷مه) په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په خپلو لومړنیو څرګندونو کې وویل، "کوم ممانعت نشته چې فرانسه د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني."

ښاغلي مکرون دغه څرګندونې په پلازمینه پاریس کې د اردن له پاچا، دویم عبدالله سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

د هغه دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د نړیوال لخوا د یو داسې دولت د پیژندلو پلان رد کړ چې په اړه یې په واشنګټن پوسټ کې د یو لړ رپوټونه خپاره شوي وو.

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی وو، چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن اداره او د عربي هېوادونو یوه کوچنۍ ډله د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره پر یوه جامع پلان کار کوي.

په راپور کې ویل شوي چې په دې کې د فلسطیني دولت د جوړیدو لپاره مهال ویش هم شامل دی.

مکرون همدا راز د غزې په جنوب د رفح پر ښار د اسرائیل د برید او هوايي بمباریو په اړه یوځل بیا خبرداری ورکړ. هغه وویل: "په رفح کې د اسرائیل برید یوازې یو بې ساری بشري ناورین رامنځته کولی شي او په دې جګړه کې به د بدلون یو مهم ټکی وي."

رفح د غزې د تړانګې وروستی مرکز دی چیري‌ چې سلګونو زره فلسطینیانو په موقت کمپونو کې پناه اخیستې او اسرائیلي ځواکونه لا هم دغې سیمې ته نه دي داخل شوي. د راپورونو له مخې د غزې د تړانګې د ۲.۴ میلیونو نفوسو له جملې څخه ۱،۳ میلیونه کسانو په رفح سیمه کې پناه اخیستې ده.

وروسته له هغې چې د حماس جنګياليو د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرائیل بريد وکړ او د اسرائیلي مقاماتو په وينا، څه دپاسه ۱۱۶۰ کسان يې ووژل او شاوخوا ٢٥٠ يې يرغمل کړل، اسرائیل ژمنه وکړه چې د حماس ډله به له منځه یوسي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د احصايې له مخې، له هغې ورځې راهيسې چې اسرائیل پر غزې هوايي او ځمکني بريدونه پيل کړي دي، پدغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸۷۷۵ زرو کسانو وژل شوي دي، چې اکثر یې ملکي وګړي، په تېره بیا ښځې او ماشومان دي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د څلور میاشتنې جګړې وروسته چې د غزې پراخې برخې یې ویجاړې کړې، د سیمې ګڼ شمېر اوسیدونکي یې بې ځایه او خلک یې د قحطۍ له خطر سره مخامخ کړل، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی چې د "بشپړې بریا" لپاره باید په رفح کې د ځمکنیو عملیاتو پلان عملي شي.

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه: "زه له رفح څخه د فلسطینیانو د ډله ایزې جبري بې ځایه کیدو په اړه د اردن او مصر خلکو په انديښنې کې ځان شریک ګڼم."

هغه وویل: "دا به نه یواځې د نړیوال قانون څخه یوه نوې سرغړونې وي، بلکې د سیمې لپاره به د تاوتریخوالي لوی خطر هم وي. "

په ورته وخت کې د وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې مصر د سینا په ټاپو وزمه کې د یو داسې کمپ په چمتو کولو بوخت دی، چې په رفح باندې د اسرائیل د برید او د پولې بلې غاړې ته د فلسطینیانو د راتګ په صورت کې به کډوال هلته میشت شي.

بلخوا ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې "په هره بیه" چې وي، باید مصر ته د غزې د خلکو د کډواله کېدو مخنیوی وشي.

د فرانسې ولسمشر دفتر لخوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ایمانویل مکرون د چهارشنبې په ورځ نتنیاهو سره په خبرو کې ویلي، چې په غزه کې وژل شویو شمیر نور"د زغملو " وړ نه دی او اسرائیل دي پدغه سیمه کې خپل "پوځي عملیات" ودروي.

ښاغلي مکرون ټینګار وکړ، چې باید د اوربند تړون " له ځنډه پرته " لاسلیک شي او همدارنګه "د ټولو ملکي وګړو د خوندیتوب او د بیړنیو مرستو د پراخ بهیر تضمین وکړي."

هغه وویل چې سوله یوازې د "فلسطین دولت د جوړولو" له لارې ترلاسه کیدای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG