د لاس رسي وړ اتصالات

منظور پښتین: د کراچۍ وروستۍ قضیه کې هم د علي وزیر ضمانت وشو


په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور پښتین وايي، د کراچۍ په وروستۍ قضیه کې هم د علي وزیر د خوشي کېدو ضمانت وشو.

ښاغلي پښتین د سې شنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږې ۲۲) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "په کراچۍ کې په اخري ایف آئی ار کې هم د علی وزیر ضمانت وشو. د محمدالله او علاولدین ضمانتونه هم وشول.مبارک دې وي ملګرو ته."

د امریکا غږ د ډېوې څانګې د راپور له مخې علي وزیر ته تر دې مخکې هم په درې قضیو کې ضمانتونه ورکړل شوي و.

بلخوا د علي وزیر وکیل قادر خان هم د امریکا غږ ډېوې ځانګې ته ویلي چې د «ترهګري ضد ۱۲ محکمې» نن سې شنبه د علي وزیر پر ضد د څلورمې او معلومې وروستۍ مقدمې د ضمانت غوښتنه واوروله او محکمې د یو لک پاکستانیو کالدارو ضمانت منظور کړ.

د معلوماتو له مخې تر دې مخکې د پاکستان سترې محکمې، د سیند عالي محکمې او یوې بلې محکمې هم علي وزیر ته ضمانتونه ورکړي و.

هغه ویلي چې علي وزیر به د څلورمې قضیې په ضمانت کې د شرطونو تر پوره کېدو وروسته خوشي شي.

د علي وزیر پر ضد یاده قضیه په ۲۰۱۸ میلادي کال د کراچۍ په محکمه کې ثبت شوې وه. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د علي وزیر د ناروغۍ په اړه هم راپورونه ورکړل شوي و. ویل کیږي چې هغه روغتون ته لېږدل شوی و.

علي وزیر په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په پېښور کې تر نیول کېدو وروسته، کراچۍ ته انتقال شوی او تر اوسه هلته بندي و.

XS
SM
MD
LG