د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د 'یو چا' په لمسون مونږ گواښي-منظور پښتین


د پښتون ژغورنې تحریک مشر منظور پښتین وایي چې ځینې هغه طالبان چې د یو پوځي مامور سره لیدل کیږي، هغه او د هغه ملگرو ته د "یو چا" په لمسون گواښونه کوي.

منظور پښتین د امریکاغږ اردو څانگې ته په یوې ځانگړې مرکې کې په هغه لگول شوې ټول تورونه رد کړیدي چې گونې هغه د هند او یا د افغانستان د استخباراتو سره کار کوي. هغه وویل چې د پښتون تحفظ تحریک د پاکستان د پښتنو د حقونو لپاره دی او دا د افغانستان د پښتنو لپاره ندی.

منظور پښتین وایي چې د پاکستان د پوځ هغه وینا د پښتنو زړونه ازار کړیدي او هغوي دا احساسوي چې گونې د پوځ مشر هغوي د نورو پاکستانیانو پشان نه گڼي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جاوید قمر باجوه ویلي و چې د هغې نه وروسته چې په قبایلي سیمو کې امنیت ټینگ شو نو ځینې کسانو تحریکونه شروع کړل.

پښتین وویل چې هغه د پاکستان د حکومت نه غواړي چې د لادرکه پښتنو په اړه دې ورته معلومات ورکړي، د محاکمې نه پرته وژنې دې بندي شي او د پښتنو په سیمو کې دې پوځي امنیتي پوستې نورې ختمې شي.

منظور پښتین دا هم وویل چې نه غواړي خپل تحریک په یو سیاسي تحریک بدل کړي ځکه چې غواړي د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه وکړي او د پاکستان د اساسي قوانینو په چوکاټ کې یې وکړي.

پښتین وویل چې که د پاکستان د نورو قامونو خلکو هم د هغه سره د خپلو کورنیو د لادرکه شوو کسانو په اړه تماس ونیوه نو هغه به د هغوي لپاره هم غږ پورته کړي.

د پاکستان یو پخواني پوځي عمران ملک امریکا غږ ته وویل چې د پاکستان د پوځ د مشر څرگندونې بالکل سمې دي. هغه وویل چې جنرال باجوه د دغه تحریک نه د راپیښ خطر په اړه قام خبرداره کړیدی او زیاته یې کړه چې د منظور پښیتن تح‏ریک هغه وخت قوي شو چې د افغانستان ولسمشر غني یې ملاتړ وکړ.

منظور پښیتن وویل چې هغه د پوځ یا د ادارو ضد نه دی خو غواړي چې د پښتنو حقوق پر ځای شي. هغه وویل چې د پوځ د مشر د وینا نه وروسته هم خلک د هغه د تح‏ریک سره یوځای کیږي او ملاتړ یې کوي.

XS
SM
MD
LG